اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې د هدفي وژنو په لړ کې یو ځل بیا نامالومه وسله والو یو طالب په ډزو وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې د امنیتي ستونزو له کبله د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات رزو ورځپاڼې ته وویل، نن (دوشنبه، ۲۴ د لړم) ماسپښین شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «زیړ جومات» ته څیرمه موټرسایکل سپرو کسانو پر یو طالب ډزې کړي چې پرمهال یې نوموړی وژل شوی او د پېښې عاملین له سیمې تښتیدلي دي.
تراوسه ولایتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د یادې پېښې مسولیت منلی دی.
په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي چې ولسي خلک یې اندیښمن کړي دي.
