اطلاعات روز: ننګرهار د طالبانو ولایتي چارواکي وایي، له دې وروسته هېڅوک هم د خوښیو او نورو مراسمو کې ډزې نه شي کولی.
د ولایت ویاند قاضي ملا عادل په يوه وېډیویي پيغام کې د طالبانو له ځواکونو دا غوښتنه کړې ده. عادل وایي که له دې پرېکړې د سرغړونې په صورت کې څوک ونیول شول نو قانوني کړنه به ورسره وشي.
ولایتي چارواکي دا پریکړه داسې مهال کوي چې له دې وړاندې په دې ولایت کې د خوښیو مراسمو کې د ډزو له امله خلکو ته ګڼې مرګژوبلې اووښتې.
ولسي خلک هم د ولایتي چارواکو له یاد اقدام ستاینه کوي او وایي، په دې سره به نه یوازې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي بلکې په واسطه به یې د شته خود سریو مخه هم ونیول شي.
