اطلاعات روز: پکتیکا د هیواد له پراخه مساحت لرونکو ولایتونو ګڼل کیږي، ډیری خلک یې په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ژوند کوي، چې د حقوقي ستونزو هواري لپاره یې ډېر کم خلک عدلیه او قضایه ارګانونو ته لاسرسی لري.
د دوی د لاسرسي پیکه حالت له مرکز ښرنې سره لرې والی او اقتصادي ستونزې بلل کیږي، تازه د پکتیکا ولایتي چارواکو پریکړه کړې، چې د لرې پرتو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو هواري لپاره به ابتدایه یا لومړنۍ محکمې فعالوي.
د دې ولایت د والي مرستیال الحاج محب حماس وايي، واک ته د طالبانو په رسېدو په پکتیکا کې ډیری خلکو هڅه پیل کړې، چې د تېرو دوو لسیزو حقوقي مسایلو حل کړي، خو د اقتصادي ستونزو او لارې خرابوالي له امله نه شي کولی، چې خپلې ستونزې په مرکز ښرنه کې اړونده ادارو ته وړاندې کړي.
هغه زیاتوي، چې د خلکو ستونزو ته په کتو به په ټولو ولسوالیو کې ابتدایه محکمې فعالې کړي، چې ورسره به ورته قاضیان هم وګمارل شي.
نوموړي وویل: «تاسو ته مالومه ده، چې پکتیکا یو پراخه مساحت لري، خلک یې په ډېرو لرې پرتو ولسوالیو کې ژوند کوي، نو کله چې دوی له کومې حقوقي او قومي مسایلو سره مخ کیږي، دوی نه شي کولی، چې مرکز ښرنې ته راشي، نو ښه مو دا وګڼله چې د دوی ټولې ستونزې باید په اړونده ولسوالیو کې حل شي.»
حماس همدا راز خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د ستونزو هواري لپاره به ټاکل کېدونکي قاضیان بې طرفه، له فساد او اړیکو پاللو پاک اشخاص وي او په عادلانه ډول به د تازه او پخوانیو قومي او کورنیو ستونزو په اړه پریکړې کوي.
هغه وايي: «نوي حکومت له خلکو سره دا ژمن کړې، چې د هرې برخې لپاره به وړ او مسلکي کسان ګماري، چې له دې به یې قاضیان هم وي، زه د پکتیکا غیور ولس ته ډاډ ورکوم، چې تاسو د دې لپاره هیڅ اندېښنه ونه کړئ، ځکه کوم قاضیان چې ګمارل کیږي، هغه به بې طرفه، مسلکي او پاک خلک وي.»
پکتیکا کې د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د ابتدایه محکمو په اړه د طالبانو له خوا شوې پرېکړه د حقوقي ستونزو هواري لپاره اړین ګام بولي او وايي، د ولسوالیو اوسېدونکي نه شي کولی، چې پر وخت په مرکز ښرنه کې خپلې ستونزې عدلیه او قضایه ارګانونو ته وړاندې کړي.
د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی مولوی صبغت الله ابو فهد وايي، چې برمل له مرکز ښرنې لرې پرته ولسوالۍ ده، چې د لارې خرایېدو او نورو ستونزو له امله خلک د دې توان نه لري، چې تازه او پخوانیو حقوقي مسایلو ته په وخت رسېدنه وکړي او د حل په موخه یې له اړونده ادارو همکاري تر لاسه کړي.
نوموړی داسې وايي: «مونږ دلته په ولسوالۍ کې زیاتې ستونزې لرو، د کلونو قومي مسایل بې حل پاتې دي، ځکه خلک د لارې خرابېدو او نورو اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی، چې لاړ شي او په مرکز ښرنه کې اړونده ادارو ته خپلې ستونزې وړاندې کړي او ورته د حل لاره پیدا کړي، نو همدا ابتدایه محکمې به دلته په ولسوالۍ کې پرېکړې کوي.»
مولوی نور احمد فرقان یار د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی په تېر نظام د نیوکې ترڅنګ وايي، که طالبان د ابتدایه محکمو لپاره بې طرفه او له فساد پاک خلک ونه ګماري، نو د پخواني حکومت په څېر به د فساد له امله د سیمې اوسېدونکي دا زړه ښه نه کړي، چې خپلې حقوقي ستونزې ورسره شریکې کړي.
فرقان یار وویل: «پخوانی حکومت په فساد کې تر ستوني ډوب و، عادي مسله کې به هم دوی پیسې غوښتې او له پیسو پرته یې له چا سره خبرې هم نه کولې، نو اوس مو له طالبانو هیله دا ده، چې د ابتدایه محکمو لپاره باید بې طرفه کسان وګماري.»
طالبانو د افتدایه محکمو د فعالېدو پریکړه په داسې مهال کړې، چې اوس مهال ډیری خلک د خپلو حقوقي مسایلو د حل لپاره اړونده ادارو ته مراجعه کوي او د تېرو څو کلونو ستونزو او نورو مسایلو د هواري هڅې یې پیل کړې دي.
