د ننګرهار یوه جومات کې د پرونۍ چاودنې په تور ۳ تنه نیول شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د تېرې ورځې د چاودنې په تور د درې تنو د نیول کیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب ځواکونو د ننګرهار سپين غر ولسوالۍ د «تریلي» سيمې په جامع جومات کې د چاودنې درې تنه عاملين نیولي دي.

سرچینه وایي، د دې پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي او ډير ژر به د قانون له مخې اجرات تر سره شي.

سرچینې د نیول شویو کسانو په تړاو نور څه نه دي ویلي، چې څوک او چا پورې تړاو لري.

تېره ورځ (جمعه، ۲۱ د لړم) د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ «تريلي» سیمې په يو جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د شوې چاودنې، چې له امله يې شاوخوا ۱۵ تنه ټپيان شول، چې په کې د سپین غر ولسوالۍ لپاره د طالبانو ملکي ولسوال ملا عبدالصمد هم شامل وو.

خو ای ایف پي خبري اژانس بیا ننګرهار کې د روغتیایي چارواکو له خولې ویلي چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې دا پېښه د جمعې د لمانځه پرمهال به جومات کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوه.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې د یو شمېر پېښو مسوولیت داعش ډلې منلی وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه