اطلاعات روز: ارزګان کې يوه مېرمن وايي، د کور يوازينۍ زوی یې چې په تېر حکومت کې يې په پوليسو کې دنده درلوده، په مرموز ډول وژل شوی دی.
دغه مېرمن وايي، زوی يې يو ځل طالبانو له خپلو کور څخه ايستلې و او غوښتنه يې کوله چې باید ورته ټوپک ورکړي چې وروسته دوی په شخصې پيسو د طالبانو له وېرې ټوپک وپیره خو کله چې يې طالبانو زوی خوشې کړ، وروسته د نامعلومه کسانو لخوا په مرموز ډول ووژل شوو او يو موټرسايکل يې هم ورڅخه وړی دی.
هغه وايي، د زوی مرګ سخته دردولې ده او په خبره يې چې هيڅ بل د ګټې وټې د کور سرپرست نه لري.
دا غوښتنه کوي چې ورسره عدالت وشي او هغه کسان چې د دې زوی يې وژلی دی د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.
دغه مېرمن وايي طالبانو ته ورغلې ده خو هغوی ورته ویلي دي چې تاسو يې خپله پلټنه وکړئ.
ميرمنې وويل اوس ورته پاتې څلور لورګانې يوه د وژل شوي زوی کونډه ښځه او د زوی ور پاتې یتیمان دي.
د ارزګان مسوولينو تردا مهاله د دغې قضیې په اړه څه نه دي ويلي.
يو شمېر سرچینې وايي، په ارزګان کې هغه کسان چې په تير حکومت کې يې دندې درلودې شکجه کيږي او هغوی اړ کيږي ترڅو طالبانو ته په شخصي پیسو وسلې وپیري.
