اطلاعات روز: د ښاري نظم نه مراعت کولو له امله د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له خوا ۲۰۰ لوی او واړه موټرونه د جریمې په ډول د یوې اونۍ لپاره درول شوي دي.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د ښاري نظم ساتنې په موخه یې موټر چلوونکو ته څو ورځې وړاندې خبردارۍ ورکړی و، چې ترافیکي اصول مراعت او له ښاري بې نظمۍ ډډه وکړي، خو بیا هم ځینو موټر چلوونکو له یاد خبرداري سرغړونه کړې.
د امنیه قومندانۍ ویاند نجیب احمد نجیب اطلاعات روز ته وویل، چې له د نظامي کسانو په همکارۍ د ترافیکو له لوري ۲۰۰ لوی او کوچني موټرونه د ناغې په ډول یوه اونۍ درول شوي دي.
هغه وايي: «مونږ په ټولنیزو رسنیو او هم مو په ښار کې موټر چلوونکو ته دا خبرداری ورکړی و، چې خپل موټرونه په ټاکل شویو ځایونو کې ودروي، تر څو د ښار د بې نظمۍ مخه ونیول شي، خو له دې ډلې یې اکثرو دا کار ونه کړ، نو مونږ هم مجبور شو، چې د نظامي کسانو په مټ د ترافیکو مدریت ته ۲۰۰ موټرې د اوو ورځو لپاره د جریمې په ډول و درول او له هغه وروسته به مالکانو ته سپارل کیږي.»
د خوست ښار اوسېدونکي او هټۍ وال هم له دې اقدام خوښ دي او وايي، د موټرو ګڼې ګوڼې او بېځایه درېدو له امله نه یوازې ښاري نظم ګډوډ شوی و، بلکې د دوی په کاروبار یې هم ناوړه اغېز کړی و.
هټۍ وال جمال تڼي اطلاعات روز ته وویل، چې د کوچنیو موټرونو د ګڼې ګوڼې او د غیر مسلکي ډرېورانو له خوا هره ورځ ګڼې ترافیکي پېښې هم رامنځته کیږي.
نوموړی وايي: «مونږ په دې ډېر خوښ یو، ځکه د خوست ښار زیاته ګڼه ګوڼه لري او موټر چلوونکي یې هم هیڅ ترافیکي اصول نه مراعتوي، نو اوس چې امنیه قومنداني دا کار ترسره کوي او چاته په ښار کې د بېځایه درېدو اجازه نه ورکوي، نو اوس به ګڼه ګوڼه هم ورسره کمه شي او د ترافیکي پېښو مخه به ونیول شي.»
خوست چې د هیواد له ګڼ نفوسه ښارونو بلل کیږي، هره ورځ په کې لسګونه زره موټرې تګ راتګ کوي، چې ۹۰ سلنه یې بې اسنادو دي او د غیری مسلکي او کم عمره ځوانانو له لوري ګرځول کیږي.
