له کلونو ځنډ وروسته د ګردېز ښار ماسټرپلان عملي چارې پیل شوې

اطلاعات روز: څو کلونه وړاندې د تېر حکومت پر مهال د ګردېز ښار لپاره د ماسټرپلان نقشه جوړه شوه، د وخت څو والیانو یې له پکتیا والو سره د تطبیق ژمنې وکړې، خو هیڅ یو یې په دې بریالی نه شو، چې یاده مهمه پروژه عملي او چارې یې سرته ورسوي.

د نظام له سقوط وروسته د طالبانو په واک ته رسېدو ګردېز ښاروالي په دې وتوانېده، چې د ماسټرپلان د عملي کار د پیل په مخ کې پراته خنډونه له منځه یوسي او ورباندې عملي چارې پیل کړي.

د ښاروالۍ مسوولین وايي، چاته به اجازه ورنه کړي، چې د پروژې په وړاندې یو ځل بیا ستونزې جوړې او فساد ته په کې زمینه برابره کړي.

د پرانېستې په مراسمو کې د ګردېز ښاروال مولوی شریف الله الهام وویل: «تاسو وینئ، چې نن مونږ د ماسټرپلان د عملي کولو چارې پیل کړې، د دې پروژې یوه برخه چې له سبزي منډي سره نږدې د ارجال خېلو سړک ته نښول کیږی، ۳۰۰ متره اوږدوالی لري، چې دا د همدې پلان د پیل یوه برخه ده.»

ښاروال شریف الهام وايي، هغه ودانۍ چې د دې پلان په مخ کې جوړې شوې، د ښاروالۍ له لوري نړول کیږي او  په بدل کې به یې خاوندانو ته مالي تاوان ورکول کیږي.

نوموړی زیاتوي، چې د ماسټرپلان په عملي کېدو سره به د ښاروالۍ په کلنیو عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

نوموړي په دې اړه داسې وویل: «د ماسټرپلان په وړاندې مو ټولې ستونزې حل کړې، هغه خلک چې په نقشه کې یې ودانۍ راغلې او باید چې له منځه یوړل شي، د هغوی د استملاک په اړه هم مثبتې پرېکړې ته رسېدلي یو او خاوندانو ته به یې مالي تاوان ورکوو، نو کار به په مخ وړل کیږي.»

د ګردېز ښار اوسېدونکي هم د ښاروالۍ له خوا له پیل شوي اقدام خوښ دي او وايي، په تېر نظام کې د زور واکۍ او فساد له امله اړونده ادارې په دې ونه توانېدې، چې شته خنډونه یې له منځه وړي وای.

خان زمان اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د تېر نظام پر مهال ښاروالۍ د فساد او زوراکۍ له امله په دې ونه توانېده چې د ماسټرپلان پروژې عملي کارونه پیل کړي.

هغه وايي: «مونږ څو کلونه وړاندې ولیدل، چې د ګردېز ښار لپاره ماسټرپلان جوړیږي، خو څو والیان بدل شول او همدا ژمنه به یې کوله، چې عملي کار یې پیلوو، ولې بیا به د زورواکانو او د فساد له امله هیڅ هم نه و، نو اوس ډېر خوښ یو، چې دا کار پیل شو، هیله ده، طالبان یې سرته هم ورسوي.»

سید سرور  د ګردېز ښار بل هغه اوسېدونکی دی، چې نن یې د استوګنې کور د پروژې د پیل له امله نړول کیږي، هغه وايي، خوښ دی، چې د ښار د نظم لپاره دا کار ترسره کیږي، خو نوموړی له ښاروالۍ غوښتنه کوي، تر څو یې د کور مالي تاوان ورکړي.

سید سرور وویل: «تاسو ولېدل، چې لومړی زما کور په کې ونړول شو، نو زه په دې نه یم خپه، چې ولې یې دا کار وکړ، ښه ده، خو کوم سړک چې تېریږي او په مخ کې یې کورونه ویجاړول کیږي، نو مالکانو ته یې باید مالي تاوان ورکړل شي، ځکه ژمی را روان دی.»

په مرکز ګردېز کې یاده پروژه په داسې مهال پیلیږي، چې څو کلونه وړاندې یې تخنیکي چارې بشپړې شوې وې، خو د زورواکي، فساد او نورو لاملونو له امله یې عملي کار پیل نه شو،  له دې سربېره د ښاروالۍ له خوا د ښار نظم په موخه ځینو نورو هټۍ والو ته ځانګړي ځایونه هم برابر شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه