جلال‌اباد ښار کې ريکشا چلوونکي نه شي کولی وسله‌وال انتقال کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکو پرېکړه کړې چې له دې وروسته ریکشاچلوونکي نه شي کولی چې وسله وال ولېږدوي.

د ننګرهار والي وياند قاري قاضي ملا عادل نن (یک شنبه۱۶ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې ولايت والي مولوي محمد داود مزمل د سپارښتنې له مخې له دې وروسته ريکشا چلوونکي نه شي کولی چې وسله وال کسان ولېږدوي.

د هغه په وینا چې سرغړونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.

نوموړی وايي طالبانو ته هم لارښوونه شوې چې په ريکشاو کې له مسلح ګرځيدو څخه ډډه وکړي.

هغه زياتوي د ننګرهار والي پر ښاريانو هم غږ کړی چې په ريکشاو کې د وسله والو کسانو په لېدلو سره نږدې امنيتي مسولينو ته خبر ورکړي.

نوموړی زیاتوي: «د ننګرهار والي ټولو ریکشا چلوونکو ته سپارښتنه کړې چې وسله وال کسان انتقال نه کړي او نه هم طالبان حق لري، چې له ریکشا څخه د تګ راتګ لپاره استفاده وکړي د سرغړونکو سره به یې قانوني چلند وشي او زمونږ هدف د امنیت ټینګښت دی.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښاریان د ولایتی ادارې د شوې پریکړې هرکلی کوي او وایي، د یادې پریکړې په تطبیق سره به تر ډیره د امنیتي او په خاص ډول د هدفي وژنو مخنیوی وشي.

چارواکي داسې مهال یاده بریکړه کوي چې په دې وروستیو کې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنو او بمي چاودنو زور اخیستی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه