اطلاعات روز: له سیمې څخه یو عیني شاهد وایي، نن یکشنبه د لړم په ۱۶مه تر غرمې وړاندې د جلال باد ښار په دویمه ناحیه کې دوې چاودنې وشوې.
هغه زیاتوي چې تر چاودنو وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
یوې روغتیایي سرچینې بیا د نوم نه خپرولو په شرط وایي، د چاودنو له ځایه درې جسدونه سمیهییز روغتون ته لېږدول شوي، خو هویت یې معلوم نه دی.
د ننګرهار امنتي مسولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په ننګرهار کې هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوې چې روان وضعیت خلک اندېښمن کړي دي.
تر اوسه د ننګرهار امنیتي مسولینو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دغو چاودنو پړه کومې ډلې منلې ده.
