اطلاعات روز: د ننګرهار ولايت د ملي امنيت رياست ته د دغه ولايت د قومي مخورو په منځګړتوب ۸۰ تنه داعش وسله وال تسليم شول او ژمنه يې وکړه چې نور به له دغې ډلې سره هېڅ ډول اړيکې نه ساتي.
د ننګرهار د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، یادو وسله والو ته يې د دوی د مشر ملا هیبت الله اخندزاده د حکم په اساس بښنه کړې او د قومي مشرانو په منځګړیتوب يې د ځينو شرایطو پر بنسټ د دوی تسليمي منلې ده.
ياد کسان پرون (شنبه د لړم په ۱۵مه) د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال پر خپلو تېرو کړنو پښېمانه او ډاډ يې وکړ چې بيا به داعش سره يوځای نه شي.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډاکټر بشير وايي، چې وړمه ورځ او پرون دغه ولايت کې د قومي خلکو په منځګړتوب ۸۰ تنه داعش وسله وال دوی ته تسليم شول.
هغه زياته کړه، يادو کسانو ته د ملا هیبت الله اخندزاده د حکم په اساس چې د عمومي عفوې په تړاو ده بښنه وشوه.
د ډاکټر بشير د معلوماتو له مخې تسليم شويو وسله والو خوږياڼو، شيرزادو، حصارک، پچيراګام او يو شمېر نورو ولسواليو کې دولت ضد کړنې تر سره کولې.
هغه وايي، داعشيانو ته يې په دې شرط بښنه کړې چې هغوی به تر دې وروسته هېڅ وسله وال فعاليت نه کوي، له داعش سره به اړيکه نه ساتي، او له يو ځای څخه به ځای ته تر تګ وړاندې به ځايي امنيتي مسوولين خبروي.
تسليم شوي داعش وسله وال وایي، چې په خپلو تېرو کړنو پښيمان دي او راتلونکي کې به داعش ډلې سره هېڅ اړيکه نه ساتي.
د دوی له ډلې ضياء الدين يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی د تېر نظام پر ضد د جګړې په موخه داعش سره يو ځای شوي و او اوس چې طالبان حاکم شول نو دوی هم تسليم شول.
قومي مشران خوښ دي چې په منځګړيتوب يې د دوی د ولسوالیو یو شمېر داعش وسله والو ته طالبانو بښنه وکړه.
د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر امير ګل اسلام وايي، که په تسلیم شويو کسانو کې کوم يو له تسلیمۍ وروسته بیا ځلي داعش وسله والو سره یوځای شي کور به يې سوځول کیږي او له وطن نه به يې جلا وطن کوي.
دا په تېرو دوو اوونيو کې څلورم ځل دی چې داعش وسله وال ملي امنيت ته تسليمېږي.
