اطلاعات روز: د زابل ولایت په مرکز قلات کې دوه تنه چې یو د مقتول ورور او بل د مقتول مېرمن ده، نیول شوي دي.
د زابل محلي امنیتي مسوولین وایي، چې دغه کسان پرون (شنبه، ۱۵ د لړم) څلور بجې نیول شوي دي.
د زابل د لومړی حوزی امر ملا زیت الله احمد اطلاعات روز ته د شنبې په ورځ وویل یو وژل شوي کس چې دوې ورځې مخکي د قلات روغتون ته ور وړل شوي وه د وژنې په تور یې د وژل شوي کس ورور او د ورور میرمن د یو مېل وسلې سره نیول شوي دي.
زابل کې په دې وروستیو کې جنايي پېښې زیاتې شوي دي.
څو ورځې مخکې د زابل اوسیدونکو اطلاعات روز سره په خبرو کې له مسوولینو غوښتنه کړې وه چې د جنایي پیښو د مخنېوي په برخه کې دې هڅې وکړي.
