اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت د کانونو رییس بازمحمد د شوکاڼي کارونو د لیدو په موخه د یو شمېر ځايي چارواکو، خبریالانو او قومي مشرانو په ملتیا د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ شډل سیمې ته سفر کړی و.
نوموړی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د شوکاڼې کارونو په پېلیدو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د هغه په خبره د شوکاڼي قراردادونه داخلي شرکتونو سره شوي، چې څلويښت ټنه معياري وزن به جلال اباد ښار ته انتقاليږي او تر پروسس وروسته به ايران، ترکيې، ترکمنستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو ته صادر شي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې د شوکاڼي د استخراج کارونه د ځینو ستونزو له امله ځنډیدلي وو.
