اطلاعات روز: کندهار کې ښوونکو چې د تېرو څلورو میاشتو څخه یې معاش نه دی ترلاسه کړی، له پرون شنبې ورځې يې د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ وتړلې او کاري اعتصاب يې پیل کړ.
ښوونکي وايي چي په وار وار يې د پوهنې ریاست څخه وعدې ترلاسه کړي، خو معاش يې تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.
د کندهار ټولو ښوونکو پرون شنبه د لړم په ۱۵مه د معاشاتو د نه ورکړې په خاطر کار بندیز اعلان کړ.
د کندهار د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو ښوونکي وايي، چې د تېرو څلورو میاشتو څخه يې معاش نه دی اخیستی او هره ورځ د معاش د ورکړې سل ډوله وعدې ورکول کېږي.
دوی وايي، چي تر تېرې پنجشنبې پورې يې د معارف ریاست ته وخت ورکړی و چي باید ورته معاشات ورکړي خو په خبره يې چې پوهنې ریاست خپلې کړې ژمنې پر ځای نه کړې ځکه نو ټولو ښوونکو د کاربندیز پړېکړه کړې.
ښوونکي وايي، چې له تېرې پنجشنبې پورې هره ورځ پر خپل وخت ښوونځي ته تللي او زده کوونکو ته يې تدریس کړی دی.
هغو وايي چې له یوې خوا ورباندې معاش بند دی او له بلې خوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شوي چې ژوند کول يې سخت شوي.
ښوونکي وايي تر هغو به په کندهار کې تدریسي چارې په ټپه ولاړې وي تر څو يې د څلورو میاشتو معاش نه وي اخیستی.
دوی وایي: «دغه زموږ څلورمه مياشت ده يوه روپۍ مو نه ده ترلاسه کړې څه وکړو همدغه زموږ د اقتصاد سرچينه ده بل هيڅ تجارات نه لرو موږ له خلکو بخښنه غواړو چې تر نن وروسته موږ کاري بنديز کوو زموږ بنديز به تر هغه وخته دوام وکړي ترڅو چې زموږ معاشونه راکول کيږي که زموږ معاشونه رانه کول شول موږ اړ يو چې نور دغه دنده پريږدو يو بل داسې کار د ځان لپاره پیداکړو چې د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ ورڅخه ترلاسه کړو.»
د ښوونکو ددغه کاربندیز او اعتراض په اړه تر اوسه په کندهار کې محلي مسولینو او د پوهنې ریاست کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د ښوونکو د دې کاربندیز له امله به لسګونه زره ښځینه او نارینه زده کوونکي له زده کړو بې برخې وي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ښوونکو له دولت څخه د خپلو معاشونو غوښتنه کړې وه او په خبره يې چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دی.
په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسيدو مخکې هم د تير دولت لخوا ورته د هغوی د څو مياشتو امتيازونه نه وه ورکول شوي.
