لوړو زده کړو وزارت: پوهنتونونو کې د زده کړو بهیر عصري کوو

اطلاعات روز: پکتیا ته د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو په ځانګړي سفر کې د دې ولایت د پوهنتون له مسوولینو او ښوونکو سره په جوړه شوې غونډه کې ډاډ ورکړ، چې د زده کړو کیفیت ښه والي ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

دوی په پکتیا پوهنتون کې به نیمګړې پروژې بشپړوي او هم په زده کړیز بهیر کې شته ستونزو ته رسېدنه کوي.  

له لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي اداري مرستیال مولوی اسدالله وویل، که د تېر نظام مسلکي کادرونه له نوي نظام سره همکاري ونه کړي، طالبان نه شي کولی، چې د دوی له همکاري پرته د زده کړو بهیر په ښه ډول مخته یوسي، هغه بهر ته له تللو ښوونکو هم خپلو دنده ته د بیرته راستنېدو غوښتنه وکړه.

اسدالله وايي: «مونږ هیڅکله د عصري زده کړو مخالفت نه کړی او نه یې هم اوس کوو، ټول به په ګډه له دې لارې هیواد ته کار کوو، هر علمي کادر ته ځانګړی احترام لرو او ډاډ ورکوو، چې د دوی ستونزو ته به نوی حکومت ځانګړې پاملرنه کوي، مونږ دلته په پکتیا پوهنتون کې د شته ستونزو هواري په موخه راغلي یو، چې څنګه کولی شو، تر څو د زده کړو بهیر لا عصري کړو.»

د دوی په وینا، چې ځینو ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو هم ژمنه ورکړې، چې د زده کړو له بهیر سره به په مادي او معنوي برخو کې ځانګړې پاملرنه کوي.

د اسدالله په وینا، چې د لوړو زده کړو بهیر په چوکاټ کې یې د کابل له پوهنتون پرته تر اوسه ریس او ښوونکی له دندې نه دی لرې کړی.  

نوموړي داسې وویل: «پاکستان، ترکیې، ایران او ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو په خپلو سفرونو کې مونږ ته په بېلابېلو برخو كې ژمنه راکړې، چې له افغانستان سره به د زده کړو په پرمختګ کې همکاري کوي، ایران مو ښوونکي خپل هیواد ته بللي، پاکستان او ترکیې په مادي برخو کې د همکاریو ډاډ راکړی دی.»

د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو هغه اوازې هم رد کړې، چې ګواکې په ښوونیزو مرکزونو کې د طالبانو له خوا غیر مسلکي کسان په دندو ګمارل شوي دي، د لوړو زده کړو وزارت اداري مرستیال مولوی اسدالله وویل، چې په دې برخو کې د ګمارل شويو کسانو زده کړې تر لسانس کچې ښکته نه دي.

هغه وايي: «مونږ دا د دښمن تبلیغات بولو، چې وایي، په تعلیمي مرکزونو او لوړو زده کړو وزارت کې یې په څوکیو غیری مسلکي کسان ګمارلي، زده تاسو ته دا ډاډ درکوم، چې هر کس چې ګمارل شوی، له پوهنتون فارغ دی، همداسې یې پورته تر ماسټري پورې زده کړې لري.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا پوهنتون ښوونکو له وزارت مسوولینو د زده کړو پیل او ښوونکو ته د تنخواوو ورکړې غوښتنه وکړه.

د طب پوهنځي ریس ډاکټر  شریف فرقاني وویل، چې د زده کړو بهیر لومړی د کرونا ناروغۍ له امله ځنډنی شو او له هغه وروسته په بدلون سره روانې رخصتۍ په دې بهیر ناوړه اغېز کړی دی.

ښاغلي فرقاني وايي: «مونږ په روان کال کې د زده کړو له اړخه سخت وځپل شو، څو میاشتې د کرونا له امله زمونږ تحصلي مرکزونه تړل شوي و، له هغه وروسته تر اوسه د سیاسي تحولاتو له امله دا بهیر نه دی پیل شوی، نو هیله ده، ژر پيل شي، بله د ښوونکو اقتصادي ستونزې دي، چې تر اوسه ورته معاشونه نه دي حواله شوي.»

که څه هم څو اونۍ وړاندې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په هیواد کې د دولتي پوهنتونو د پیلېدو ژمنه شوې وه، خو لاهم د دې لپاره ټاکلې نېټه نه دی اعلان شوې، وروستیو سیاسي بدولونونو نه یوازې دا چې زده کړیالان له رخصتۍ سره مخ کړي، بلکې له همدې امله ګڼو ښوونکو دندې هم پرېښي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه