ارزګان کې زرګونه حیواناتو ته خوراکي توکي او واکسین ورکړل شو

اطلاعات روز: ارزګان چې خلک يې زيات په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او خپل د اړتيا وړ عوايد ترې ترلاسه کوي، په دې ولایت کې پر ۶۹ زره حيواناتو د خوراکي توکو او واکسين وېشلو پروسه بشپړه شوې ده.

په جنوبي غرب حوزه کې د افغانستان د بیاودانولو ANCC موسسې مسوول حاجي روح الله پښتون وايي، د تيرو څو مياشتو په موده کې يې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې پر ۶۹ زره ۳۷۵ حيواناتو خوراکي مواد او د بیلابیلو ناروغيو واکسين ويشلی دی.

هغه زياتوي چې پر حيواناتو د دغه واکسين په تطبیق سره به د حيواناتو له منځه ناروغي ختمې شي او هغه حيوانات چې مخکې به يې د ناروغيو له امله ژوند له لاس ورکوو، تر دې وروسته به ژغورل کيږي.

حاجي پښتون وايي، د مالدارۍ په برخه دوی پلان لري چې په راتلونکي کې هم دغه ډول پروژې پلې کړي.

نوموړي وويل د ارزګان خلک چې د خپلو عايدو ډيره برخه د مالدارۍ څخه ترلاسه کوي ځکه دوی پلان جوړ کړی ترڅو د مالدارۍ برخې د ودې په هدف د مالدارانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

پښتون وايي د ارزګان د مالدارۍ په برخه کې د رامنځته شوو ستونزو په اړه يې انديښني له نړيوالو مرستندويه ارګانونو سره هم شريکې کړي دي او دوی هیله لري چې د حېواناتو د لا پیاوړتيا لپاره لا هم نورې مرستې وشي.

هغه وويل: «موږ د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسوالۍ کې د تيرو څو مياشتو راهیسې پر حيواناتو د واکسين پروسه پیل کړې وه تر اوسه موږ جمله ۶۹۳۷۵ غټ او کوچني حيواناتو ته د شيدو ډيرولو، خنګرې د له منځه وړلو او ويښتانو د تويولو د له منځه وړلو او يو شمير نورو ناروغيو لپاره دی. موږ دغو حيواناتو ته غذايي مواد هم ورکوو.»

دغه واکسين چې د حيواناتو د شيدو د زياتيدو د بدن خنګري ورکولو او يو شمير نورو ناروغيو د مخنيوي په هدف پر حيواناتو تطبیق شوی دی مالدار يې هم خوشحاله کړي دي.

په سيمه کې مال لرونکي کسان وايي لا هم د حيواناتو د غذايي موادو د کمښت سره مخ دي چې دولت او موسیسات يې د حيواناتو د ودې لپاره باید لاسنيوي وکړي.

دغه حيوانات درلودونکي وايي د حيواناتو ساتنه او پالنه د دوی د عايدو د مهمو سرچينو څخه شمير کيږي او له همدې لارې زرګونه کورنۍ د خپل ځان لپاره يوه ګوله حلاله ډوډۍ په لاس راوړي.

رحمت الله په مرکز ترينکوټ کې يو تن مالدار وایي: «زموږ حيوانات د وچکالۍ له امله له سخت ګواښ سره مخ دي کله چې تيرې جګړې وې، زموږ څړځايونه په بشپړ ډول له منځه ولاړه اوس که زموږ سره عاجلې مرستې ونه شي زيات به په ستونزو کې شو او موږ اړ يو چې د حيواناتو د کار وبار څخه لاس واخلو.»

وروستيو جګړو او وچکالۍ په ارزګان کې د مالدارو حيوانات د غذايي موادو له کمښت سره مخ کړی دی او انديښني دي که پاملرنه ورته ونه شي راتلونکي کې به د مالدارۍ برخه له منځه ولاړه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه