اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوری لوبغاړي راشد خان د کرکټ روانو شل اوریزه سیالیو کې د خپلو سلو وېکټو پوره کولو سره د نړۍ څلورم تاریخي لوبغاړی شو چې نړیوال جام کې دومره لوبغاړو سوځوي.
راشد خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره په بېګانۍ (جمعه، ۷ د لړم) سیالۍ کې د دې لوبډلې دوو لوبغاړو په سوځولو سره له سلو خپلې وېکټې واړولې او دا نړیوال ریکارډ یې په خپل نوم کړ.
د تېرې شپې لوبه کې افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې پاکستانۍ لوبډلې ته ۱۴۸ منډې هدف کېښود.
افغان لوبډلې که څه هم پاکستانۍ لوبډله راګیره کړې وه او په وروستیو دوو اورونو کې ۲۴ منډې پاتې وې، خو د کریم جنت خراب بالینګ او د اصف علي چټکې توپوهنې پاکستان بریالی کړ.
اصف علي په ۱۹ ام اور کې په کریم جنت څلور شپږیزې ووهلې او هدف یې پوره کړ.
