د یما سیاوش د وژنې قضیې محتویات له رسنیو سره شریک شول

امرالله صالح:

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون پخواني خبریال او د مرکزي بانک (افغانستان بانک) ریاست دفتر د عمومي امریت عامه اړیکو چارو سلاکار یما سیاوش د قتل دوسیې محتویات له رسنیو سره شریک شول.

ښاغلي صالح په یو فیسبوکي یادداښت کې لیکلي، چې د یما سیاوش د قتل دغه محتویات یې د نن (چهارشنبه، ۵ لیندۍ) سهار «۶:۳۰» ناسته کې د ځینو رسنیو له مسوولینو سره شریک کړي دي.

په دې ناسته کې ذکي دریابي، لطف الله نجفي زاده، مجیب مهرداد، شریف حسن یار، حامد حیدري، نجیبه ایوبي، جیلاني ځواک، دانش کړوخېل او عابد احساس شتون درلودل.

هغه ویلي، د رسنیو مسوولینو بنسټیزه غوښتنه هغو شواهدو او مدرکونو ته لاسرسی و، چې دولت یې د یما سیاوش د قتل دوسیه کې په واک کې لري.

په همدې حال کې د اطلاعات روز ورځپاڼې مسوول ذکي دریابي وایي، چې د دوسیې ټولیزه محتوا نه، بلکې د مرکزي بانک د کمرو هغه انځورونه ور سره شریک شول، چې له مرکزي بانکه تر چاودنې د موټر د تګ لاره یې ښودله.

یما سیاوش او دوه نور همکاران یې دوه اونۍ وړاندې (شنبه، ۱۷ لړم) د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند مکروریانو سیمه کې یو چسپکي ماین چاودنې وواژه.

له دې پېښې نهه ورځې وروسته، د سیاوش کورنۍ په یوې شکایت لیک کې د نوموړي مرګ «مرموزه» یاد کړ او له دولته یې د پلټنې غوښتنه وکړه. دغې کورنۍ ویلي، چې د سیاوش د قتل په تړاو د مرکزي بانک پر کړنې شکمن دي.

په شکایت لیک کې ویل شوي، چې مرکزي بانک ادارې هغو سرچینو ته چې د دې پېښې د حقیقت پیدا کولو لټه کې ول، مرستې ته حاضر شوي نه دي.

په هغې پسې، مرکزي بانک وویل، چې د یما سیاوش د قتل دوسې په اړه یې له کشفي او امنیتي بنسټونو سره هر اړخیزه همکاري کړې ده.

امرالله صالح د لیندۍ په درېیمه وویل، چې دغه قضیه یې هېره کړې نه ده او په جدي او صمیمي ډول پرې کار کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه