اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو پر رنجر موټر دوه پرلپسې چاودنې شوي چې يو ملکی وګړی او يو امنيتي مسوول يې ټپي کړي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو نن (دوشنبه، ۳ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييد کړه چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند قاسم اباد سيمه کې د طالبانو پر رنجر موټر چاودنه شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې تر لومړۍ چاودنې وروسته بله چاودنه هم شوې خو دواړو چاودنو کوم زيان نه دی اړولی.
د ننګرهار يوې روغتيايي سرچينې بيا د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د پېښې له ځايه ورته دوه ټپيان وروړل شوي دي، چې ټپيانو کې يو طالب او بل يې ملکي وګړی دی.
د دغو چاودنو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې پر طالبانو ګڼې چاودنې او بریدونه شوي چې د طالبانو په ګډون یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
