ارزګان کې په زرګونه کورنیو د هندوستان مرسته‌شويو غنمو وېش پیل شوی

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې پر څه کم ۹نیم زره کورنیو د هندوستان هېواد د مرستو شویو غنمو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

ارزګان کې د طبعې پیښو پر ضد د مبارزې ریاست له خوا پر زرګونه کورنیو د مرستو د ویش لړۍ پرون (یکشنبه، ۳ د لړم) پیل شوه.

مسوولین وایي دغه غنم چې د تیر حکومت پر مهال د هندوستان هېواد لخوا مرسته شوي وه هغو کورنیو ته به ورکول شي چې جګړو او وچکالۍ ځپلي وي او دغه ډول مرستو ته زیاته اړتیا لري.

د ارزګان ولایت مقام ویاند حافظ خطاب قریشي وایي، د هندوستان لخوا دغه مرسته شوي غنم دوی د طبعې پیښو پر ضد د مبارزې ریاست لخوا پر ۹۴۰۰ اړمنو کورنیو ویشي.

هغه وایي پیل شوي مرستې به هغه کسانو ته ورکول شي چې په تیرو جګړو کې ځپل شوي وي او یا هم زیات اړمن وي.

نوموړی وویل د ۹۴۰۰ کورنیو له جملې څخه به هرې کورنۍ ته سل کېلو غنم ورکول شي.

د ولایت مقام دغه ویاند وایي، د یادو غنمو د ویش په هدف په ترسره شوې سروې کې شفافیت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او هغه کسان یې په نښه کړي چې مرستو ته زیاته اړتیا لري.

هغه کسان چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي دي زیات خوشحاله دی او زیاتوي چې دغه ډول مرستو ته یې ډېره اړتیا درلوده.

د دغو کسانو له ډلې څخه یو هم صفی‌الله دی چې د مرستو شوو غنمو د ترلاسه کولو په هدف راغلی. هغه وایي چې د ورستیو سیاسي بدلونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی خو د یادو مرستو په ترلاسه کولو سره به یې څه اړتیاوي پوره شي.

نوموړې زیات کړل چې دده په څیر زرګونه کورنۍ په ډیر بد وضعیت کې ژوند کوي چې باید اړینې مرستې ورسره وشي.

د ارزګان ترڅنګ په ګڼو ولایتونو کې خلک د فقر او غربت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده ده چې پرون د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې لسګونه کارګرو د کار په لټه اعتراض کړی وو او له مسوولینو څخه یې غوښتنه کوله چې شته ستونزې یې ورته حل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه