اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند «سیاف فامیلو» سیمه کې دوه کسان اعدام شوي دي.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (یکشنبه، ۲ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پېښه تیره شپه شوې او د وژل شویو کسانو جسدونه ځایي خلکو په داسې مهال لیدلي چې په ونو کې یې رازوړند کړي وو.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
له دې څو اونۍ وړاندې هم په همدې ناحیه کې ورته پېښه رامنځته شوې وه او یو شمیر کسان له داعش سره د اړیکو په تور د ناپيژنده وسله والو له لوري وژل شوي وو.
تراوسه امنیتي چارواکو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د دې پېښې مسوولیت کومې وسله ولې ډلې منلی دی.
