اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ملي لوبډله سبا دوشنبه په روانو شل اوریزه اتلولیو کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلنډ ملي لوبډلې سره کوي.
کرکټ بورډ نن (یکشنبه، ۲ د لړم) په خپلې فیسبوکپاڼې د دې خبر په خپرولو سره ویلي، چې افغان کرکټ لوبډله به سبا ماښام ۶:۳۰ بجې د نړیوال شل اوریز جام سیالیو په خپلې لومړنۍ رسمي لوبه کې د سکاټلنډ پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.
کرکټ بورډ ویلي، دغه لوبه له ملي سپورټ او اریانا ټلویزیونونو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
نن یکشنبه به د روان شل اوریز جام یوه بله ډېره لیدونکې او مهمه سیالي د هند او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ ده. دغه لوبې په دې خاطر هم ډېر مینه وال او لیدونکي لري چې د پاکستان او هند هېوادونو سیاسي اړیکې ډېری مهال ترینګلي وي او په یو ډول پر لوبې او لوبغاړو اغېز لري.
افغانستان له دې وړاندې په تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ملي لوبډله ماته کړې او لوبډلمشر محمد نبي د خپلو لوبغاړو مورال لوړ ښودلی دی.
