اطلاعات روز: د «UNHCR» یا د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا په خوست ولایت کې ۶۰۰ وزیرستاني کډوالو ته د سرپناه په موخه د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه، چې هرې کورنۍ ته به ۴ سوه امریکايي ډالره ورکول کیږي.
د خوست ولایتي چارواکي وايي، یادې کورنۍ چې د جګړو له امله د دې ولایت ګربزو ولسوالۍ ته راکډه شوې دي، د سرپناه نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي.
دې ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي وايي، د ګلان په نوم یادو کورنیو ته په ځانګړي شوي کمپ کې به راغلي کډوال د ژوند تېرولو لپاره سرپناه او نورې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
په خوست کې د مرسته کوونکې نړیوالې موسسې مسوول اویوب اندیال وویل: «پخوا هم مونږ له همدې خلکو سره چې له وزیرستان څخه دلته خوست ولایت ته راکډه شوي، د خوراکي او نورو توکو مرستې کړې دي او نن مو هم د دوی لپاره هرې کورنۍ ته ۴۰۰ ډالره ورکول کیږي، چې د خپلو ځانونو د ساتنې لپاره به ورباندې سرپناه جوړوي.»
خوست ته همدا کډوال کابو ۶ کاله وړاندې د نا امنیو او د پاکستاني پوځیانو د زور زیاتي له امله راکډه شوي دي، دوی په یادو مرستو خوښ دي او وايي، چې د سرپناه برخه کې شته ستونزې به یې تر ډېره ورباندې هوارې شي.
د دې کورنیو له ډلې یې نور جمال وايي، چې دوی د ګرمي، باران او یخنۍ پرمهال له سختو مشکلاتو سره مخ وي، هغه زیاتوي، چې د سرپناه ستونزې په هوارېدو به یې ژوند د نورو خلکو په څېر عادي او مثبت لوري ته به ستانه شي.
نوموړي وویل: «مونږ دلته چې راکډه شوي یو، په وزیرستان کې امنیت خراب و او زمونږ ژوند ورسره په کړاو کې وه، نو دلته هم د سرپناه او نورو برخو کې ستونزې لرو، دغه مرستې به مونږ سره دا وکولی شي، چې سرپناه پرې جوړه کړو او له باد، باران او ګرمي څخه ترې ځان وژغورو.»
اوس مهال په خوست کې د ګلان په نوم کمپ کې شاوخوا ۸۰۰۰ کورنۍ د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي، د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې مسوولین وايي، د ۶۰۰ کورنیو ترڅنګ به ۱۰۰ نورو کورنیو ته د تشنابونو د جوړولو په موخه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امریکايي دالره هم ورکړل شي.
