د افغان کارګرو حال؛ «که کار پیدا نه‌شو د خپلې کورنۍ وږي غړي به ووژنو»

اطلاعات روز: د هېواد د نورو ولايتونو په څير ارزګان کې هم د خلکو اقتصادي وضعيت سخت ځپل شوی او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

نن (یکشنبه، ۲ د لړم) په ارزګان کې لسګونه هغه کارګرانو چې په ښار کې به يې مزدوري کوله د وزګارتيا او په موسیساتو کې د فساد له امله اعتراض وکړ او غوښتنه يې وکړه چې دولت دې يا کار ورته پيداکړي او يا دې هم ورسره مرستې وکړي.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې يې يو هم خيرالله دی چې وايي دوې مياشتې يې د کار په لټه تيرې کړي دي خو دوې ورځې يې کار پیداکړي دی.

هغه وايي هره شپه سخت اقتصادي بحران تيروي او نور لوږې او فقر اړ کړي چې اعتراض وکړي.

خيرالله چې د کور ۷ تنه نورو غړو ساتنه کوي پر مرسته کوونکو ادارو هم نيوکه کوي چې د ده په څير اړمن کسان يې له پامه غورځولي دي.

هغه وايي: «دوې مياشتې کيږي سهار راشو تر مازدیګر هيڅ کار نه پيداکيږي. زه قسم اخلمه په دغه دوې مياشتې مې درې ورځې روزانه کړې ده، زه په کور کې ۷ تنه اولادونه لرمه کله چې د شپې ورشمه او د هغوی لوږې وينمه سخت مې دردوي.»

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې يې يو هم خيرالله دی چې وايي دوې مياشتې يې د کار په لټه تيرې کړي دي خو دوې ورځې يې کار پیداکړي دی.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې ګڼو نورو يې هم له دولت څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کيدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه که دولت ورته کاري فرصتونه پیداکړي دوی به نه اعتراض وکړي او نه به له چا مرسته وغواړي.

دغو اعتراض کوونکو ګواښ وکړ چې که يې څوک ستونزو ته پام ونه کړي د ارزګان ولايت مقام مخې ته به د خپلې کورنۍ هغه غړي ووژني چې وږي دي.

له ډلې يې يو بل اعتراض کوونکي وويل: «هيڅ کار نه پیداکيږي کله چې دغه سیاسي بدلونه رامنځته شوي دی يوه ورځ مې هم کار نه دی کړی هر ورځ په ښار کې د کار په لټه ګرځمه، قسم په الله که زما غږ وا نه وريدل شي خپل وږي اولادونه راباسمه او دلته يې د ولايت مقام مخې ته وژنمه. يا دې کار راپیداکړي او يادي مرستې راسره وشي نور دغه حالت زما تر زغم تير سو.»

دغو اعتراض کوونکو پر مرستندويه ارګانونو سختې نېوکې وکړې او موسیسات يې په فساد تورن کړل.

دوی وايي په ارزګان کې ټول مرستندويه موسیسات مرستې پر خېښه او خاله وېشي او د دوی په څير مستحقو کسانو ته مرستې نه رسيږي.

وروستيو سياسي بدلونو د خلکو ژوند له کړاوونو ډک کړی او انديښنه ده چې د ژمې په رارسيدو سره به د فقر او لوږې کچه نوره هم لوړه شي او خلک به په سختو ستونزو کې شي.

دغو اعتراض کوونکو پر مرستندويه ارګانونو سختې نېوکې وکړې او موسیسات يې په فساد تورن کړل.

مولوی حسن چې په ارزګان کې د موسیساتو پر سر د طالبانو لخوا مشر ټاکل شوی، په مرستندويه ارګانونو کې د فساد خبره په کلکه رد کړه او ژمنه کوي چې دغو اعتراض کوونکو ته به هم مرستې ورسول شي.

مولوي حسن ووايي: «موږ د ټولو موسیساتو سره يو ګډه کميټه لرو هغه کسانو ته مرستي رسول کيږي چې سخته مستحق وي. د دغو کسانو هغه خبرې له حقيقت لري دي چې په موسیساتو کې فساد دی ځکه موږ شل کاله د فساد او دغه ډول نورو مسايلو پر ضد مقابله وکړله دغه اعتراض کوونکي هم اړ دي موږ به ډير ژر دوی ته هم مرستې ورسوو.»

د يادو اعتراض کوونکو ستونزې مو د طالبانو د وياند ذبیح الله مجاهد سره شریکې کړې خو هغه يې په اړه څه نه دي ويلي.

تازه د سره صلیب نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې که له افغانستان سره د ژمي له رارسېدو مخکې مرسته ونه شي نو وضعیت به تراوسه هم خراب شي.

په جنیوا کې د سره صلیب د مرکزي دفتر ویاند نجم اقبال د تيرې شنبې  په ورځ وويل چې نړیوال باید له افغانانو سره د مرستې په برخه کې پر یوه پلان سلا شي کنه افغانستان ښايي له ناوړه حالت سره مخامخ شي

مخکې له دې د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې لوږه او فقر اوس له کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته خپریږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې سخت ژمی را روان دی، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اقتصادي فعالیتونو څرخ تقریباً درېدلی او د افغانستان خلک له فقر او بې وزلۍ سره لاس ګرېوان دي

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه