اطلاعات روز: ننګرهار کې یوه ځایي سرچینه وایي، د دې ولایت مرکز جلالاباد ښار کې ناپېژنده وسله والو څلور طالبان وژلي دي.
دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه پرون (شنبه، ۱ د لړم) ماسپښین شاخوا درې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کمپونو سیمه کې شوې ده.
نوموړی وایي، وژل شوي کسان د ملي امنیت اړوند عسکر وو چې سیمه کې پر تالاشۍ بوخت وو او وسله والو پرې برید کړی.
تراوسه د ننګرهار امنیتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه دي ویلي.
د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.
