اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو پر رنجر موټر ماین چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او د یو طالب په ګډون څلور نور کسان ټپيان شوي دي.
د پېښې يو عيني شاهد اسدالله نن (شنبه، ۱ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چاودنه نن غرمه یوه بجه او ۳۰ دقیقې د اتمې ناحيې اړوند د «شاه برهان اغا» زيارت ته څېرمه د طالبانو پر رنجر موټر شوې ده.
نوموړي د مرګژوبلې دقيق ارقام نه لرل خو وايي يو شمېر ټپيان يې سيمه کې ليدلي دي.
د ننګرهار يوې روغتيايي سرچنې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې د پېښې له ځايه د جلال اباد حوزوي روغتون ته د يو ماشوم جسد او څلور ټپيان چې يو يې طالب دی وروړل شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چاودنه تاييد کړې خو ډېر جزيات يې نه دي ورکړي.
د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
