پاکستان کې لاریونونه؛ قهرجنو لاریونوالو دوه پولیس وژلي

اطلاعات روز: پاکستان کې د «تحریک لبیک» زرګونه پلویانو لاریون کړی چې لاریونوالو سره په نښته کې دوه پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

وي او اې ډېوې راډیو د راپور له مخې دغه لاریون پرون (جمعه، ۳۰ د تلې) د پاکستان په لاهور ښار کې شوی دی. دا لاریون چې د «تحریک لبیک» له خوا شوی موخه یې د دې تحریک د ویاند صدام بخاري په وینا، د دې ډلې مشر سعد حسین رضوي ازادېدل او له پاکستانه د فرانسې سفیر وېستل دي.

دوی پاکستان کې د فرانسې سفیر وېستلو غوښتنه، د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د یو فرانسوي له خوا د سپکاوي له امله کوي.

دا لاریون د «تحریک لبیک» زرګونه پلویانو له لاهوره پیل او د پلازمېنې اسلام‌اباد پر لور روان کړی و چې پر لاره پاکستاني پولیسو یې مخه ډب کړه. د راپور له مخې چې پولیسو سړکونه په کانټینرونو بندې کړې وې. دغه‌راز د دې هېواد نورو ښارونو ځینې سړکونه هم د دې لاریونونو مخنیوي لپاره تړل شوي دي.

 وي او اې وایي، چې په همدې مهال د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې او پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي. په ورته مهال بیا پولیسو د دې ډلې په سلګونه پلویان نیولي دي.

د پنجاب اعلا وزير عثمان بزدار ویلي قانون په خپلو لاسونو کې اخیستوونکو په ضد به سخت ګامونه اخیستل کېږي.

اخوا د ټى ايل پى مرکزى شورا په يو بيان کې ويلې چې اوس حکومت سره په دې شرط خبرې کوي چې لاهور کې بندي د دې ډلې مشر سعد رضوي خوشې کړي او لاريون ته راوستل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد ويلي د تحریک لبېک په غوښتنه حکومت د فرانسې سفیر له هیواده نه شي ویستلی.

وي او اې وایي، شېخ رشید د پنجشنبې په ورځ وویل له هېواده د فرانسې د سفیر ویستلو مانا به دا وي چې پاکستان د اروپایي اتحادیې څخه بهر شو او پاکستان داسې نه شي کولی.

تحریک لبېک سږکال د اپریل په میاشت کې پاکستان کې له تشدده ډک احتجاجونه کړي چې د ځینو شمېرو له مخې په دې لاریونونو کې شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او له ۸۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د دغو احتجاجونواو مرګ ژوبلې په نتيجه کې حکومث تحریک لبېک «غېرقانونه» تنظیم اعلان کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه