د تورخم دروازې بیا پرانیسته؛ یوازې پاسپورټ او ویزه‌لرونکي اوښتی شي

اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر تورخم یوازې باروړنکې لارۍ او هغوی چې پاسپورټ او ویزه ولري، اوښتی شي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون (جمعه، ۳۰ د تلې) پر خپل ټوېټر د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خولې ویلي، چې له پاسپورټ او ویزې پرته وګړي دې پر تورخم د اووښتو هڅه نه کوي.

ښاغلي مجاهد د ښاغلي بلخي له خولې لیکلي: «نو څوک چې پاسپورت او ویزه ونه لري هغوی که لویان وي که ماشومان د خیبر پښتونخوا لوري ته د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي او بیرته به را ګرځي کوم کسان چي تورخم ته تللی هم وي او یاد اسناد ونه لري بیرته دي خپلو کورونو ته ولاړشي.»

د طالبانو دې ویاند همدارنګه لیکلي چې هڅه کوي په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

تورخم دروزاه تېره پنجشنبه پرانیستل شوه خو پرون جمعه بیا له لږ ځنډ تړل کېدو وروسته بیا خلاصه شوه.

د تورخم کمیسارۍ مسوولینو نن (شنبه، ۱ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د تورخم دروازه تیره ورځ د زیات بیرو بار او د خلکو د بې نظمۍ له امله د لنډ وخت لپاره تړل شوې وه، خو نن بیرته د مسافر د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

د تورخم کمیسارۍ د مسولینو په خبره چې د تورخم پر دروازه ټول هغه افغانان چې پر پاسپورټ یا هم انلاین ترلاسه کړې ویزه ولري، پاکستان ته اوښتلی شي.

هلته اوس په زرګونه کسان ولاړ دي څو له ډیورنډ فرضي کرښې هاغاړې ته واوړي.

د تورخم دروزاه وروسته تر هغې د وېزه لرونکو لپاره پرانیستل کېږي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پاکستان ته تلونکي افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

عام افغانان هیله لري چې دا پوله دې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه