اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د دریو ځدراڼو شواک، ګردې څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو لسګونه اوسېدونکو په یوې پراخه راټولېدنه کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمان حقاني وویل، په تېرو شلو کلونو کې د ځدراڼو قوم یوازې قربانۍ ورکړې، خو د تېر حکومت پر مهال ورته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې هم برابرې نه شوې.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت به په عادلانه ډول په شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې خلکو ته په روغتیا، پوهنې او بیارغونې برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي وویل: «مونږ ولیدل چې د ځدراڼو په نوم په تېر نظام کې نه یې سیمې ته په بیارغونه، پوهنې او روغتیا برخه کې پام وشو او نه یې هم ځوانانو ته په ادارو کې دندې ورکړل شوې، خو انشاالله چې دا ځل به طالبان په عادلانه او بې طرفه ډول ټولو ځدراڼو د برښنا، روغتیا او پوهنې برخې ته کار کوي او د ژوند نورې اسانتیاوې به هم ورته برابروي.»
ښاغلي حقاني همداراز د یادو ولسوالیو له قومي مخورو او دیني عالمانو هم غوښتنه وکړه، چې د ناوړه دودونو په لمنځه وړلو او د شنو ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
هغه وايي: «مونږ په شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې وینو، چې خپلې لوڼې په لوړ قیمت خرڅوي، چې دا نه په اسلام کې جایز ده او نه هم له افغانیت سره ښايي، بله دا چې په غرونو کې شنه ځنګلونه وهل کیږي، چې په ګډه به د دې ناوړه اعمالو مخنیوی کوو او قومي تړون به عملي کوو.»
همدې جوړه شوې غونډه کې د سیمې اوسېدونکو له نوي حکومت د کلک ملاتړ پرېکړه وکړه او تمه یې څرګنده کړه، چې طالبان به د دوی ستونزو ته رسېدنه کوي.
په دې اړه د ګردې څېړۍ ولسوالۍ یو تن دیني عالم وویل: «مونږ د طالبانو له نظامي کسانو غوښتنه کوو، چې لومړی خو د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي او بله دا چې دیو باید له ملکي خلکو سره ښه چلند وکړي او ستونزو ته یې رسیده ګي وکړي.»
د ولسي خلکو ترڅنګ بیا ځینو طالب چارواکو داعش او نورو وسله والو مخالفو ډلو ته خبرداری ورکړ، چې د امنیت خرابېدو هڅه ونه کړي، کنه نو وبه ځپل شي.
د ګردې څېړۍ یو سیمه ییز طالب قومندان حبیب الله جدراني وویل، چې دوی به په پوره قوت د داعش او نورو مخالفو ډلو خلاف مبارزه کوي او له منځه به یې وړي.
جدراني وايي: «مونږ اوازې اورو، چې داعش ته ځوانان جذب کیږي او هڅول کیږي، چې د نوي حکومت خلاف جګړه وکړي، خو هغوی ته دې وویل شي، چې تاسو یې یو ځل له امریکا مالومات وکړئ، چې هغوی خپل بچي راباندې ووژل، نو اوس دا هڅه هم مخ کوئ، چې د داعش په نوم افغان په خپلو منځونو کې په جګړه بوخت کړئ.»
درې ځدراڼ میشتې د پکتیا هغه ولسوالۍ دي، چې روغتیا او پوهنې برخې یې په خورا ناوړه حالت کې قرار لري، که څه هم په تېر نظام کې د وخت چارواکو د دې سیمو له خلک سره ګڼې ژمنې هم کړې وې، خو عملي یې نه کړې.
