اطلاعات روز: طالبان وایي، قزاقستان د رییس الوزار مرستیال ملا برادر اخند ته د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې سند سپارلی دی.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم نن (دوشنبه، ۲۶ د تلې) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې پرون د قزاقستان ولسمشر ځانګړي استازي یرزان کازيخانوف او ورسره پلاوي د رییس الوزرا له مرستیال ملا برادر اخند سره ولیدل او د اړونده موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.
ښاغلي نعیم لیکلي: «نوموړي په پای کې له افغانستان سره د ۵۰۰۰ ټنه اوړو د مرستې سند د رئیس الوزراء محترم مرستیال ته وسپاره.»
د طالبانو دې لوړپوړي پلاوي قزاقستان ته په خپل سفر کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او د بشري مرستو ترڅنګ په نورو برخو هم غږېدلي دي.
د ښاغلي نعیم په وینا، پرون د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د نړيوالې همکارۍ په برخه کې د قزاقستان د حکومت ځانګړي استازي يرزان کازيخانوف او مل پلاوي سره يې وکتل. د بهرنيو چارو وزير په سر کې د قزاقستان پلاوي څخه د هغوی له بشري مرستو مننه وکړه.
ښاغلي متقي په دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان د سيمهييزې همکارۍ د زمينې برابرولو ته ژمن دی او له ټولې سيمې سره د متوازن بهرني سياست پر اساس نژدې او پر همکارۍ او تفاهم ولاړې اړيکې غواړي.
نوموړي ویلي، د افغانستان ثبات او امنيت د سيمې له اقتصادي ښېرازۍ سره نېغ په نېغه مرسته کولی شي.
ډاکټر محمد نعیم لیکلي، چې ښاغلي کازيخانوف په دې لیدنه کې ویلي چې قزاقستان يو پراګماتيک او متوازن بهرنی سياست لري او هېواد يې د منځنۍ اسيا له ټولو هېوادونو سره نژدې اړيکې لري.
د ښاغلي نعیم په وینا، دواړو لوريو ټينګار وکړ چي اقتصادي همکاري او دوه اړخيزه سوداګري نوره هم ښه کړي.
