اطلاعات روز: د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د کوټې چت پریوتو له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې ولسوالۍ یو قومي مشر ملک سیال خان نن (دوشنبه، ۲۶ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پېښه تیره شپه ماخوستن مهال د سپین غر ولسوالۍ اړوند په «ګردي» سیمه کې د یوې کوټې د چت پریوتو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، په یاده پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي، چې په وژل شویو کسانو کې دوه میرمنې او درې ماشومان شامل دي.
ملک سیال خان زیاتوي: «تیره شپه ماخوستن مهال د سپین غر ولسوالۍ په ګردي سیمه کې د یوې کورنۍ په غړو د کوټې چت رالویدلی، چې له امله یې درې ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي، پېښه د کوټې د زوړوالي له امله رامنځته شوې ده.»
نوموړی وایي، یاده پېښه د کوټې د چت د زوړوالي له امله رامنځته شوې ده.
