پر دیني مرکزونو بریدونه او د خلکو وېره؛ «طالبان د خلکو امنیت خوندیتوب مسوولیت لري»

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې خلک وایي، پر ديني مرکزونو بريدونه د اندېښنې وړ دی او طالبان دې د خلکو امنيت ته پاملرنه وکړي.

په کندهار کې د تېرې جمعې ورځې تر ځانمرګي بريدونو وروسته د ارزګان خلکو له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د «ګډ دښمن» پر وړاندې يو موټی شي.

هغه خونړی برید چې تېره جمعه د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې د اهل تشیع په یو جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال وشو، لسګونه کسان یې ووژل او همدومره نور یې ټپيان کړل.

د ارزګان اوسيدونکي وايي طالبان مسووليت لري چې د ټولو خلکو امنيت وساتي او ټول مذهبي او نور ځايونه د دغه ډول بريدونو څخه خوندي کړي.

احسان الله نيکزاد په ترينکوټ ښار کې د کاليو کنډولو دوکاندار دی، وايي چې پر مذهبي ځايونو دغه ډول خونړي بريدونه غير اسلامي کړنه ده او هر افغان ته په کار ده چې ویې غندي.

هغه وايي طالبان ټولو افغانانو ته مسووليت لري چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي او خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

هغه وايي که دغه ډول بريدونه دوام وکړي نو د طالبانو هغه ادعا چې د امنيت د تامين په برخه کې یې درلوده غلط ثابتيږي.

نيکزاد وایي: «موږ دغه ډول بريدونه په کلک غندو، دا پر ټولو افغانانو بريد دی پر اسلامي مرکزونو بريدونه د اسلام څخه د وتلو خلکو کار دی ټول افغانان مسووليت لري چې د دغه ډول بريدونو د مخنېوي په هدف سره يو لاس شي، طالبان اوس زموږ حکومت دی دوی زموږ د سر او مال د ساتلو دنده لري باید ددغه ډول بريدونو مخنېوې ته جدي پاملرنه وکړي او په راتلونکي کې د دغه ډول بريدونه مخه ونيسي موږ ټول افغانان يو د بل ورونه يو موږ هيڅکله د شعيه او سني په نومونو نه سره جلاکيږو.»

کندهار کې د اهل تشیع جومات کې د جمعې لمانځه مهال چاودنې ۶۲ تنه ووژل او شاوخوا ۹۰ نور یې ټپیان کړل.

د ترينکوټ ښار د بلې څنډې اوسېدونکي سيد احمد وايي، د دغه ډول بريدونو د مخنیوي لپاره د ټولو افغانانو دنده ده چې سره يو موټی شي.

هغه هم د ټولو افغانانو د امنيت ساتل د طالبانو مسوولیت ګڼي او ورڅخه غواړي چې د خلکو امنيت ټينګ کړي.

سيداحمد وويل که پر مذهبي او نورو اجتماعي ځايونو دغه ډول بريدونه نور هم دوام پیداکړي، د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړي وویل: «شعيه او سني سره ورونه دي داعش غواړي په دغه ډول بريدونو سره د افغانانو په منځ کې نفاق واچوي خو موږ ټول يو افغانان يو موږ د قوم په نوم نه سره بېليږو.»

د کندهار دغه بريد ځکه په پراخه کچه غندل شوی چې تر دې مخکې هم د هېواد په نورو ولايتونو کې پر اهل تشيع مذهبي مراسمو دغه ډول بريدونه شوي دي.

ګڼو د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو ليکي چې تشيع او سني سره ورونه دي او په افغانستان کې دغه دوه قومونه په خپل منځ کې يوه نه پرېکېدونکې اړيکه لري.

د کندهار تيرې جمعې ورځې ترسره شوي بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست، دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کندوز ولایت کې د اهل تشیع هېوادوالو پر جومات ځانمرګي برید لسګونه کسان ووژل او په لسګونه نور یې ټپیان کړي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه