د سپین‌بولدک-چمن لارې تړل‌کېدو له امله لسګونه موټر بار تازه مېوه خوسا شوې

اطلاعات روز: د کندهار د تازه ميوو سوداګر وايي، د تېرو ۱۵ ورځو راهیسي د سپین بولدک او چمن لاره تړلې ده چې له امله يې د دوی لسګونه موټر مېوې خوسا شوي دي.

په کندهار کې سوداګر او باغ لرونکي وايي که دغه ډول حالت لا نور هم دوام وکړي، دوی ته به زيات مالي زيانونه ورسيږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهير وويل که ياده لاره دغه ډول تړلې وي سوداګر او د مېوو باغ لرونکو ته به لسګونه ميليونه افغانۍ زيان واوړي.

نوموړي د مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې د فصل تر پايته رسېدو پورې دې ياده لاره خلاصه شي.

هغه وويل: «په ميليونو افغانيو موږ ته زيان رسيږي موږ به له دربدرۍ سره مخامخ شو که دغه انار خراب شي، زيان يې ټول د سوداګرو پر ځاي بزګرو ته رسيږي، لاره باید ژر تر ژره خلاصه شي.» 

يو شمير هغه سوداګر چې بهر ته وچه او تازه مېوه لېږدوي وايي په لسګونه موټر يې پر دغه لاره بند پاتې دي.

دوی وايي د ډېرو موټرو مېوه يې په سرحد کې د لارې د پرانېستلو په انتظار خرابه شوې ده. سوداګر وايي، که لاره همداسې تړلې وي، نو دوی ته به درانه مالي زیانونه واوړي چې جبران به يې کلونه کلونه وخت واخلي.

د تازه او وچې مېوې يو تن سوداګر حبیب الله د چارواکو څخه غوښتنه کوي چې ياده لاره دې د لږ وخت لپاره پرانيستل شي ترڅو سوداګر خپل بند پاتې مېوې انتقال کړي.

دوی وايي: «موږ ته دې دغه لاره اوس راخلاصه کړي ځکه اوس وخت د مېوو دی، موږ ژمنه کوو چې بیا وروسته تر مېوو تر انتقال که لاره بنده هم کړي موږ به يې مخالفت ونه کړو، خو اوس وخت د دې نه دی چې لاره دې وتړل شي.»

د يادي لاره يو بل سوداګر عبدالباقي د طالب چارواکو غوښتنه وکړه چې د خبرو له لارې دې د پاکستان هېواد سره رامنځته شوې ستونزه حل کړي، ځکه په خبره يې چې د لارې په بنديدو سره زيان عامو خلکو ته رسيږي.

هغه وايي: «د خدای لپاره خو موږ به هم مسلمانان يو زموږ سره ولې داسي ظلم وشي خو موږ هم ستاسو ولس يو زموږ به اخېر حوصله ختمه شي د ولايت ومخته به لاريون کوو يا به مو ووژني يا به لاره خلاصه کړي.»

اخوا همدا نن یکشنبه چمن کې هغه افغانان چې پاکستان ته تللي ول او اوس غواړي بېرته بولدک ته راواوړي، د دې لارې خلاصون لپاره یې لاریون کړی او له طالبانو او پاکستان غواړي چې دغه لاره دې هر څه ژر ورته پرانېزي.

چمن کې هغه افغانان چې د لارې خلاصون لپاره یې لاریون کړی دی.

تازه د سودارګرو او باغ لرونکو د دغه څرګندونو په اړه د کندهار ولايتي چارواکو تراوسه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې يې ويلي دي چې د پاکستاني ملېشو د ناسم چلند له امله يې د سپین بولدک او چمن لاره تړلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه