ازبکستان ته د طالب چارواکو سفر؛ «پر ریل پټلۍ، برښنا او دوه اړخیزې سوداګرۍ خبرې وشوې»

اطلاعات روز: طالب لوړپوړي چارواکي ازبکستان هېواد ته له یو ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راګرځېدلي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کتلور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون ناوخته (شنبه، ۲۴ د تلې) پر خپل ټوېټر د دې سفر په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي یې دي چې طالب لوړپوړو چارواکو په دې سفر کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال عمرزاکوف سره لیدلي او غږېدلي.

نوموړي لیکلي چې ازبکستان ته د رییس الوزار د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي سفر کې د سوداګرۍ، اقتصاد، عامې روغتيا، هوانوردۍ، لوړو زده کړو وزيران، د چارو ادارې لوی رییس، د بهرنيو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، امنيتي سکتور او د ملي سوداګرو استازي شامل ول.

اعلامیه وایي، په دې سفر کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ په پراختیا، روغتیا، برښنا، د اورګاډي پر پټلۍ، ټرانزیټ کې پر اسانتیاوو او نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

اعلامیه کې راغلي: «له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختيا، په ځانګړې توګه په راتلونکي ژمي کې سون‌توکو او لومړنيو اړتياوو کې زياتوالی، افغان سوداګرو لپاره په ټرانزيټ کې اسانتياوې، روغتيايي سکتور کې همکاري، د سرخان-پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا مزي او مزارشريف-کابل-پېښور رېل پټلۍ په باب هر اړخيزې خبرې ترسره کړې.»

طالبان وایي، په دې کتنه کې د دواړوغاړو تخنيکي ټيمونو د دواړو هېوادونو د لیوالتیا وړ مسايلو پر جزياتو تفصيلي خبرې وکړې او د دواړو مشرانو په لارښوونه، د دواړو لوريو ترمنځ په ګڼو برخو کې ګډ کاري ټيمونه رامنځته شول.

اعلامیه وایي، دغه کاري ټيمونه به پر اړوندو موضوعاتو خبرې کوي او خپلو-خپلو مشرانو ته به د راتلونکو ګامونو لپاره لارنقشې وړاندې کوي.

اعلامیه زیاتوي: «د مشرانو له لارښوونې سره سم، راتلونکو لسو ورځو کې به لارنقشې بشپړېږي او د دواړو غاړو مشرانو ته به د پرېکړو لپاره وړاندې کېږي.»

د طالبانو اعلامیه همداراز وایي، چې د مذاکراتو پای کې دواړو لوریو هيله څرګنده کړه چې ګډ کاري ټيمونه اړوندې چارې ژر بشپړې کړي او عملي ګامونه پورته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه