هلمند کې له جګړو زیانمن سړکونه رغول کېږي

اطلاعات روز: هلمند ولايت د ښاروالۍ رياست له خوا د لښکرګاه ښار کې د جګړو پر مهال د ويجاړ شوو سړکونو د رغولو چارې پیل کړي دي.

د هلمند د ښاروالۍ مرستیال مولوي عبدالله محب وایي، د لښکرګاه په مرکز ښار کې د سړکونو هغه کنډ کپر برخې رغوي چې د تیرو جګړو پرمهال ويجاړ شوي دي. 

محب وايي د ښار په لومړۍ، دویمې او دريمې ناحيو  کې د ټولو سړکونو هغه برخې به ورغول شي چې په تيرو جګړو او ياهم د نورو لاملونو له امله ويجاړ شوي دي.

هغه وايي د يادو سړکونو په رغولو کې به د ښاروالۍ د کارکوونکو او ساختماني وسايلو څخه ګټه واخيستل شي ترڅو یې لګښتونه کم شي.

د ښاروالۍ مرستيال وويل د هغو سړکونو د رغولو چارې يې پیل کړي دي چې خلک ورسره په ستونزو کې ول.

دی وايي ډير ژر به د ورته مېتود څخه په ګټنې د ولسواليو او مرکز ترمنځ تخريب شوو سړکونو د بیارغونې کارونه هم پیل شي.

مولوي عبدالله محب اطلاعات روز ته وويل: «موږ د ښار په اوله، دویمې او دريمې ناحيو کې د هغو سړکونو د رغولو چارې پیل کړي دي چې په تيرو جګړو او ياهم د اورښتونو له امله ويجاړ شوي دي، لګښت يې ټوله د لښکرګاه د ښاروالۍ په غاړه دی د ښاروالۍ د کارکوونکو، موټرو او نورو ساختماني وسايلو څخه په استفادې مو د سړکونو د رغيدو چارې پیل کړي.»

د ښار اوسيدونکي او موټر چلوونکي د ښاروالۍ د ياد اقدام څخه هرکلی کوي.

حاجي محمد چې په ښار کې موټر چلوونکی دی، اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل د ښار د کنډ کپر سړکونو په رغېدو سره به خلک له اسانتياوو څخه برخمن شي.

هغه غوښتنه کوي چې د سړکونو د رغېدو دغه ډول پروسه دې د ښار نورو برخو ته هم وغځول شي  ځکه په خبره يې چې لاهم د تيرو جګړو له امله په مرکز لښکرګاه ښار کې ډېر سړکونه ويجاړ شوي او رغولو ته اړتيا لري.

دی د ښار له اوسيدونکو هم غوښتنه کوي چې د سړکونو د روغ پاتې کيدو لپاره دې له احتياط څخه کار واخلي.

حاجي محمد وايي: «موږ د ښاروالۍ د دغه  کار ستاينه کوو ډېر زيات خلک په ستونزو کې وه دلته به موټرو داسې تګ کولی لکه په يوه دښته کې چې روان یي، د ښاروالۍ څخه غوښتنه کوو چې د ښار په نورو برخو کې دې هم ټول دغه ډول کنډ کپر سړکونو ته پلاستر ورکړي خلک هم باید احتياط وکړي دلته دوکانداران پر سړکونو اوبه پاشي چې يو څه وخت وروسته دغه سړکونه بیا خراب شي.»

تردې مخکې د هلمند اوسيدونکو له حکومت څخه غوښتنه کوله چې د مرکز لښکرګاه او ولسواليو ترمنځ ويجاړ شوي سړکونه، پلونه او پلچکونه دې ورغول شي، چې چارواکو يې د رغولو ژمنې کړې وې خو لاهم هماغسې ويجاړ پاتې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه