هلمند کې د یوه دولتي روغتون کارکوونکو نږدې یو کال خپلې تنخواوې نه دي اخیستي

اطلاعات روز: د هلمند ولایت د يوه دولتې روغتون ۱۰۳ کارکوونکو د تېرو ۱۱ مياشتو راهیسې تنخواوې نه دي اخيستي.

د هلمند د «ملکه ثریا» ۵۰ بستریز روغتون کارکوونکي وايي، له تېرو ۱۱ مياشتو راهیسې يې حکومت ورته د دوی تنخواګانې او نور امتيازات نه دي ورکړي.

د دغه روغتون يو کارکوونکي صبغت‌الله وایي، چې د ياد روغتون ۱۰۳ تنه روغتيايي کارکوونکو ۱۱ مياشتې دندې ترسره کړي خو معاشونه او نور امتيازات يې نه دي ورکول شوي چې له امله يې دوی اوس له زياتو اقتصادې ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وايي په ښار کې ورسره دوکانداران پور نه کوي او هغه اعتبار چې دوی وړاندې په ټولنه کې درلودی اوس يې له لاسه ورکړی دی.

صبغت الله اطلاعات روز ته وويل: «يوولس مياشتې کيږي زموږ يوه کارکوونکي یوه روپۍ هم نه ده اخيستي. دلته موږ ټوله ورځ په کار هم بوخت يو دغه روغتون د مور او ماشوم د صحت په برخه کې کار کوي، زموږ سره ښځينه صحي کارکوونکي هم شته هغوی اوس له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

د ياد روغتون يو بله کارکوونکې ملالۍ چې د ماشومانو د ساتنې په برخه کې دنده لري، وايي تراوسه يې تنخواګانې او نور امتيازات نه دي اخيستي او زياتې اقتصادي ستونزې لري.

دا وايي که يې تنخواګانې نورې هم وځنډول شي، دوی اړ دي چې دندې پريږدي.

هغه زیاتوي: «زموږ لويه ستونزه د معاشونو ده اوس ۱۲ مه مياشت راځي هېڅ معاش زموږ يوه کارکوونکې ته نه دی ورکول شوی اخير خو زموږ کورنۍ هم همدغه معاش ته سترګې پر لاره دي قسم په الله اخلمه که زه اوس د لارې د کرایې پېسې هم لرمه چې وظېفې ته راشمه.»

د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين هم مني چې د ياد روغتون د کارکوونکو تنخواګانې ځنډېدلي دي.

د عامي روغتيا رياست د مالي او اداري برخې مسوول ممتاز احمد اطلاعات روز ته وويل، دوی د روغتون ياده ستونزه د ماليې وزارت سره شريکوي ترڅو د روغتون کارکوونکو ته د هغوی پاتې امتيازات ژر تر ژره اجرا شي.

هغه وایي: «موږ د دغه روغتون د تنخواګانو ستونزه دا دریم ځل دی چې ماليې وزارت ته د يوه مکتوب په واسطه لېږو، دا ځل هیله لرو چې د دغو کارکوونکو د امتيازاتو ستونزه به حل شي.»

درې مياشتې وړاندې هم د ملکه ثریا د روغتون کارکوونکو د خپلو تنخواګانو د ترلاسه کولو په هدف اعتراض کړی وه او له مسوولينو څخه يې غوښتنه کړې وه چې د هغوی معاشونه دې ورته ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه