بې‌کاري او لوړ نرخونه؛ «قسم کوم که لسو ورځو کې مې یوه روپۍ مزدوري هم کړې وي»

اطلاعات روز: د کندهار اوسيدونکي د خوراکي او ناخوراکي توکو د لوړو بيو څخه شکايت کوي او له مسوولينو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې په ښار کې د توکو نرخونه کنټرول کړي.

خلک وايي په ښار کې امنيت په بشپړ ډول تامين شوی خو د طالبانو په راتګ سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو بیې د پخوا په پرتله زيات لوړ شوي دي او دوی د توکو د اخېستلو توان نه لري.

عبدالجليل چې د لس کسيزې کورنۍ مشري ورغاړې ده، وايي د تېر حکومت پر وخت به يې د ورځې له ۳۰۰ څخه تر۵۰۰ افغانۍ مزدوري پیداکوله او بیا به يې د خپلې کورنۍ لپاره پرې خواړه برابرول خو زياتوي چې اوس اوزګارتيا زياته شوې ده او د توکو نرخونه لوړ شوي دي.

نوموړی وايي که حکومت په ښار کې بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره نه کړي او د توکو نرخونه دغه ډول لوړ وي ناوړې پايلې به ولري.

عبدالجليل وويل: «تاسو پوهيږئ ما دلته په ښار کې روزانه کول لږ پیسي به مې پیداکړې بیا مې کور ته پرې اړين توکي اخيستل دغه لس ورځې کيږي قسم درته اخلمه که مې يوه روپۍ مزدوري هم پیداکړي وي. هر شي ته چې لاس ونیسې قيمت د پخوا په پرتله دوه چنده وي اخير دغه خوار ولس څه وکړي له مسوولينو غواړو چې دغه نرخونه خو کنټرول کړي.»

د کندهار ښار په يوه څنډ کې عصمت الله چې د خوراکي توکو هټۍ لري، هم د نرخونو له لوړېدو څخه سر ټکوي.

نوموړی وايي په تيرو وختونو کې به خلکو زيات پیر او پلور کوو او په خبره يې چې د دوی ګټه وټه زياته وه خو اوس خلک يوازي دومره څه اخلي چې زيات اړتيا ورته ولري.

نوموړي د توکو د لوړېدو لامل د افغانيو پر وړاندې د بهرنيو اسعارو لوړېدل او په سمه توګه د بانکونه نه خلاصيدل يادوي.

عصمت الله وويل: «تيرو وختونو کې ما دلته د ورځې د ۵۰ زره افغانيو توکي پلورل خو اوس پیر او پلور په ټپه ولاړ دی. ټوله ورځ لاس تر زنې ناست يو خلک چې شکايت کوي چې نرخونه لوړ دي دا خبره يې پر ځای ده خو لامل د ډالرو ارزښت دی، موږ د بهر څخه ټول توکي په ډالرو اخلو پخوا د يوه ډالر قيمت ۷۶ افغانۍ وه، اوس د يوه ډالر قيمت ۹۱ افغانۍ دی، بل لامل بانکونه تړلې دي زموږ پیسي ټوله په بانک کې بندې دي.»

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نوراحمد سعيد هم مني چې د توکو بیې لوړې شوي دي او کاري فرصتونه کم شوي دي.

هغه ژمنه کوي چې د خلکو شته ستونزې به په ژر تر ژره حل کړي خو وايي چې وخت ته اړتيا ده. هغه زیاتوي: «موږ به په نږدې ورځو کې د ملي تجارانو سره ناسته وکړو، انشاالله نرخونه به کنټرول شي او خلکو ته به کاري فرصتونه هم پیداشي.»

د کندهار ترڅنګ د هېواد په ټولو ولايتونو کې خلک د توکو د نرخونو له لوړيدو شکايت کوي او له مسوولينو غواړي چې د توکو نرخونه دې کنټرول کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه