پکتیا کې د لوړو ټولګیو نجونې د ښوونځیو پیل غوښتنه کوي

خبریال: حبیب الله سراب

 لومړی د کرونا ویروسي ناروغۍ له امله اوږده رخصتي او له هغه وروسته د طالبانو په راتګ چې شاوخوا درې میاشتې تېریږي، لاهم په تعلیمي مرکزونو کې د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه دی ورکړل شوې، چې د زده کړو لپاره دې ښوونځیو او یا هم پوهنتونونو ته لاړې شي. پکتیا هم د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي، چې د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته د زده کړو پیل مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی، د دې ولایت ښځینه زده کوونکې وايي، که یې ښوونځي ژر پیل نه شي، روان کال به یې ضایعه او د زده کړو برخه کې به خنډ رامنځته شي، د دوی په وینا چې اوږدې رخصتۍ یې په تعلیمي بهیر ناوړه اغېز کړی دی.

د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ د لسم ټولګي زده کوونکې سما اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې لومړی یې د کرونا له امله ښوونځی رخصت و او له میاشتې ډېره موده یې عبث تېره شوه، خو د هغې په وینا چې د طالبانو له راتګ وروسته شاوخوا اته میاشتې اوړي، چې دوی ته اجازه نه ورکول کیږي، تر څو ښوونځیو ته د پاتې درسونو د بشپړېدو لپاره ورشي.

نوموړې زیاته کړه، چې د کلنیو ازموینو لپاره هم کمه موده پاتې، خو د درسي بهیر په ټپه درېدو له امله دوی ورته هیڅ چمتوالی نه لري.

هغې داسې وویل: «زه په لسم ټولګي کې زده کړې کوم، طالبان چې وايي، مونږ په طرحه کار کوو، نو اوس خو تعلیمي کال پای ته رسېدونکی دی، همدا طرحه به څنګه عملي شي، روانه رخصتۍ زمونږ په زده کړو منفي اغېز کړی او که ښوونځي پیل هم شي، نو مونږ د راتلونکو سالانه ازموینو لپاره چمتوالی نه لرو، نو زما غوښتنه له طالبانو دا ده، چې نور باید زمونږ وخت همداسې ضایع نه شي.»

د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ د لسم ټولګي زده کوونکې سما وایي، چې د کلنیو ازموینو لپاره هم کمه موده پاتې، خو د درسي بهیر په ټپه درېدو له امله دوی ورته هیڅ چمتوالی نه لري.

په مرکز ګردېز  کې د یو بل دولتي ښوونځي د ۱۲ ټولګي زده کوونکې شکیله چې ځان یې په مستعار نوم معرفي کاوه، اطلاعات روز ته د ښوونځیو په نه پیل اندېښنه څرګنده کړه او وویل، چې دوی راتلونکی کال د کانکور ازموینه په مخ کې لري، خو زده کړو ته د نه اجازې له امله نشي کولی، چې راتلونکې ازموینې ته اماده ګي ونیسي.

نوموړې وايي: «اول مونږ درسونه د کرونا له امله وځنډېدل او اوس طالبان اجازه نه راکوي، نو دغه کال زمونږ لپاره ډېر بد و، ځکه مونږ اوس هم نه پوهېږو، چې اجازه به راکړل شي او کنه، خو که ښوونځي پیل شي، نو مونږ کولی شو، چې یو څه اندازه زده کړې په مخ یوسو، ولې نور باید زمونږ په برخلیک لوبې ونه شي.»

په دې ولایت کې ډیری د انجونو داسې ښوونځي شته، چې زده کوونکو ته د ښځینه ښوونکو پر مټ زده کړې ورکول کیږي، خو یاد ښوونځي هم د نامالومو دلایلو له امله د لوړو ټولګیو د ښځنیه زده کوونکو په مخ بند دي، ۱۲ ټولګي یو بله زده کوونکې نوریه وايي، ښوونځي کې یې مدیر او ښوونکي ټول ښځې دي، چې هلته هیڅ نارینه وجود نه لري، خو بیا هم دوی ته ویل شوي، چې د پوهنې ریاست تر امر به ښوونځیو ته نه ځئ.

نوریې اطلاعات روز ته وویل: «مونږ دا منو، چې په ځینو ښوونځیو کې به انجونې او هلکان ګډ درس وايي، خو زمونږ ښوونځي کې له مدیره نیولي، ښوونکي او صفاکاران ټول ښځینه دي، نو ولې زمونږ په ښوونځي کې د لوړو ټولګیو انجونو ته اجازه نه ورکول کیږي، که د حجاب مسله وي، نو دغه خو پخوا هم ټولو انجونو ښوونځي ته راغوستل.»

دوی وایي، راتلونکی کال د کانکور ازموینه په مخ کې لري، خو زده کړو ته د نه اجازې له امله نشي کولی، چې راتلونکې ازموینې ته اماده ګي ونیسي.

که څه هم د هیواد په دوو ولایتونو بلخ او قندوز کې تر دولسم ټولګي پورې انجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ښوونځیو ته لاړې شي، خو د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي بیا وايي، چې په دې اړه یې له پوهنې وزارت سره خبرې کړې او هغوی هم ډاډ ورکړی، چې ژر به د انجونو په مخ تړلي ښوونځي بیرته پرانیستل شي.

د پکتیا ولایت د تعلیم او تربیې ریس مولوی نیک محمد منیب اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې پوهنې وزارت د انجونو ښوونځیو لپاره په یوې داسې طرحې کار پیل کړی، تر څو د ښځینه زده کوونکو د زده کړیز چاپیریال، ترانسپورت او نورو برخو کې شته ستونزې حل شي.

ښاغلی منیب وايي: «مونږ په دې اړه تېره ورځ هم له وزارت سره خبرې وکړې، بیا هغوی وویل، چې طرحه بشپړېدونکې ده او د هغې په عملي کولو سره به ټول هغه ښوونځي چې انجونې په کې تر لوړو ټولګیو زده کړې کوي بیرته پیل شي، په دې طرحه کې انجونو ته د چاپیریال ځانګړی کېدل، د ترانسپورت ستونزې هوارېدل او نور مسایل شامل دي.»

د پکتیا ولایت د تعلیم او تربیې ریس مولوی نیک محمد منیب اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې پوهنې وزارت د انجونو ښوونځیو لپاره په یوې داسې طرحې کار پیل کړی، تر څو د ښځینه زده کوونکو د زده کړیز چاپیریال، ترانسپورت او نورو برخو کې شته ستونزې حل شي.

په پکتیا کې د انجونو زده کړو په وړاندې د ښوونځیو نه پیل یواځنۍ ستونزه نه دی، بلکې د دې ولایت په شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، زرمت او جانیخېلو ولسوالیو کې د انجونو هیڅ ښوونځی شتون نه لري او په ځینو کې یې تش په نوم ښوونځي هم له تېرو اتلسو کلونو راهیسې تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه