اطلاعات روز: د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ «پېوې کنډو» سیمه کې د سترګو معاينې او درملنې ګرځنده روغتیایي مرکز فعاليت پيل کړ.
د یاد روغتیایي مرکز یو ډاکتر رحمت علي دوران نن (سهشنبه، ۲۰ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د شاوخوا سیمو خلک کولی شي د درملنې په موخه ورشي او درملنه یې په «وړیا» ډول ترسره کیږي.
هغه وایي، هڅې یې پیل کړي چې دا ګرځنده روغتیايي مرکز به په نږدې وخت کې په نورو سيمو کې هم فعاليت پیل کړي.
دغه روغتیایي کلینیک کې لس ډاکتران کار کوي. د ښاغلي دوران په وینا، د «بشري مرستو رسولو» په نامه یوه موسسه د دې ګرځنده کلینیک ملاتړې ده.
نوموړی همدارنګه وایي، چې دغه کلینیک د ورځې تر سلو کسانو د سترګو عملیات کوي.
