هلمند کې تاریخي غصب‌شوې سیمې بېرته راګرځول کېږي

اطلاعات روز: هلمند ولایت کې هغه تاریخي سیمې چې د خلکو له خوا غصب شوې وې، د بېرته راګرځېدو لپاره یې هڅې پیل شوي دي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار پخوانۍ کلاګانې چې د تاريخ پوهانو په خبره یادې کلاګانې د نوشېروان عادل قصر، لمر اوسپوږمۍ قصر، د سلطان مسعود قصر، سنجد کلاګانو په نوم یادیږې، د تېر حکومت پر وخت د خلکو لخوا غصب شوې وې او اوس يې د مخنېوي هڅې پیل شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي اطلاعات روز ته وويل چې په دغه ولايت کې پر تاريخي سيمو خلکو ۴۶ شخصي کورونه جوړ کړي دي او تازه د حيواناتو يو فارم هم په يادو سيمو کې د جوړيدو په حال کې وه.

هغه وايي د طالبانو د مسوولينو لخوا ټول هغه کسان چې سیمه يې غصب کړې ده نيول شوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.

حافظ راشد هلمندي وويل: «موږ د ښار په څنډه کې چې کومې تاریخي کلاګانې شتون لرې، ټولې خلکو خپل شخصې ملکیت ګرځولې وه او د کلاګانو منځ کې یې د حيواناتو د روزني فارم جوړ کړی دی.»

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي اطلاعات روز ته وويل چې په دغه ولايت کې پر تاريخي سيمو خلکو ۴۶ شخصي کورونه جوړ کړي دي او تازه د حيواناتو يو فارم هم په يادو سيمو کې د جوړيدو په حال کې وه.

خو نوموړی وایي، چې د طالبانو لخوا ټول غصب کوونکي نيول شوي او قانوني چلند به ورسره وشي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر وايي دوی د تاريخي ابداتو ساتنې ته ژمن دي او ټولې تاريخي سیمې به د غصب کوونکو له منګولو خلاصې کړي.

هغه وايي که په راتلونکي کې څوک په تاريخي سيمو کې بیارغونه ترسره کړي د طالبانو لخوا به ونيول شي.

دی وايي: «موږ په سيمو کې د کورنيو د مشرانو سره ناسته وکړه او له هغوی څخه مو غوښتنه وکړل چې تاريخي سیمې خوشې کړي ترڅو له غصب څخه خلاصې شي.»

د سیمې اوسيدونکي بیا وايي اړ شوي چې د سرپنا لپاره په ياده سيمه کې کورونه جوړ کړي او په خبره يې که له خپلو کورونو څخه وويستل شي د ژوند تيرولو لپاره هيڅ نه لري.

د حاجي محمداود په نوم يو کس چې د زړې کلا په سيمه کې یې کور دی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بي کوره شوو خلکو لپاره دي سرپنا پیدا کړي. هغه وایي: «موږ اړ شوو چې دلته پر تاريخي سيمو کورونو جوړ کړو موږ پوهيږو چې داسې سيمي تاريخي ارزښت لرې خو څه وکړو؟ موږ اړ يو دولت باید اوس زموږ د سرپنا غم وخورې.»

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر وايي دوی د تاريخي ابداتو ساتنې ته ژمن دي او ټولې تاريخي سیمې به د غصب کوونکو له منګولو خلاصې کړي.

په هلمند کې د فرهنګي چارو پوهان د حکومت د ترسره شوي اقدام څخه هرکلی کوي.

ډاکتر عبدالحليم رحيمي وايي په دغه ولايت کې لسګونه تاریخي سیمې شته چې يو شمير یې اورښتونو له منځه وړي دي او يو شمير نور بیا غصب شوي دي.

نوموړی د طالبانو له مسوولينو غوښتنه کوي چې د هغو سيمو ساتنې ته دې پاملرنه وکړي چې تاريخي ارزښت لري.

رحيمي وايي په دغه ولايت کې د زرګونه کلونو تاريخي سیمې موجودې دي.

هغه وویل: «ماته چې معلوم دي تاريخي سيمي او ابدات په موسی کلا، خانشين، اوشير او نهرسراج ولسواليو کې شته چې ډير يې اورښتونو وېجاړ کړی دي او يو شمير بیا غصب شوي دي. د تاريخي سيمو ساتنه د هر حکومت دنده ده ځکه په تاريخي سيمو کې د هېواد تاريخي ارزښت پروت دی.»

په هلمند کې د تاريخي سيمو او زړو کلاګانو شمير ۸۰ ته رسيږي چې ډيره برخه يې بیارغوني ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه