اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، په دې ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګلو یو روغتیاپال ازاد کړل شوی دی.
د ولایت د رسنیو له دفتره په نن (دوشنبه، ۱۹ د تلې) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځواکونو د منهاج الدین باتور په نامه هغه ډاکتر چې د تېر نظام پر مهال انسان تښتوونکو تښتولی و، ازاد کړ.
د خبرپاڼې په وینا، دغه روغتیاپال یوولس میاشتنې وړاندې انسان تښتوونکو یرغمل کړی و چې اوس ازاد او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د یادې پېښې په تور څوک نیول شوي که نه؟
