اطلاعات روز: د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې یوه میرمنه په ډزو وژل شوې او جسد یې موندل شوی دی.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (دوشنبه، ۱۹ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ اړوند «دولتزیو» سیمه کې د یوې وژل شوې ښځې جسد موندل شوی دی.
د سرچینې په خبره لا تراوسه مالومه نه ده چې یاده ښځه ولې او د چا له خوا وژل شوې ده، خو په خبره یې کیدای شي یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوي وي.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا وژنه په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم په دې وروستیو کې په دې ولایت کې څو ورته پېښې وشوې. وروستۍ پېښه یې هغه وه چې همدا څو ورځې وړاندې د دې ولایت مرکز جلالاباد ښار کې د دوو تنو له تنې پرې شوي سرونه پیدا شوي ول.
