د سپین‌بولدک لارې تړلي پاتېدل؛ «ګڼ افغانان د لارې خلاصون ته شپې او ورځې تېروي»

اطلاعات روز: د سپین بولدک لارې په تړل کيدو سره پر پوله بند پاتې مساپر له ګڼو ستونزو سره مخ شوي. شپږ ورځې مخکې د کندهار د والي په امر د سپین بولدک او پاکستان ترمنځ لاره وتړل شوه.

د کندهار والي وويل د چمن پر پوله پاکستان سره د تګ راتګ په وخت پاکستاني چارواکي افغانان ځوري، ځکه دوی دغه پوله تړي.

د لارې په تړل کيدو سره اوس د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي، تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې په دې تمه تيروي چې لاره خلاصه شي.

عبدالولي چې د خپلې ميرمنې د ناروغۍ د علاج لپاره يې پاکستان هېواد ته د تګ تکل کړی و، وايي چې له تيرو څو ورځو راهیسې په سپين بولدک کې په دې تمه ناست دي چې لاره خلاصه شي او خپل ميرمن تر روغتونه ورسوي.

نوموړی وايي چې ميرمن د پښتوګو په ناروغۍ اخته ده او د هرې ورځې په تيريدو سره يې ناروغۍ زياتيږي.

هغه وايي د لارې په تړل کيدو سره اوس تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تيروي او نه پوهيږي چې کله به ياده لاره خلاصه شي ترڅو دی خپل ناروغ تر درملنې پورې ورسوي.

عبدالولي له طالبانو او پاکستاني چاوراکو غوښتنه کوي چې د لارې د خلاصولو لپاره دې مذاکرات وکړي او د خلکو پر مخ دې ياده لاره خلاصه کړي.

نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «څلور ورځې مې دلته تيرې کړې. ميرمن مې سخته ناروغه ده د سرپنا ځاي دلته نسته هر ساعت چې تيريږي د ميرمنې ناروغي مي زياتيږي، هيله کومه هم د طالبانو له مشرانو او هم د پاکستان چارواکو څخه ترڅو د لارې د خلاصولو په اړه خبرې وکړي او دغه لاره د خلکو پر مخ خلاصه کړي.»

عبدالولي له طالبانو او پاکستاني چاوراکو غوښتنه کوي چې د لارې د خلاصولو لپاره دې مذاکرات وکړي او د خلکو پر مخ دې ياده لاره خلاصه کړي.

سيداحمد چې ميرمن او خور يې ورسره دي، د ارزګان ولايت اوسيدونکي دي. دی هم په بولدک کې دروازې ته نږدې د خپلو خپلوانو په کور کې په دې تمه شپې او ورځې تيروي، ترڅو ياده لاره خلاصه شي او دی خپل ناروغان پاکستان هېواد ته د درملنې لپاره انتقال کړي.

هغه د مسوولين وغواړي چې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره دې د پاکستاني چاوراکو سره د سپین بولدک او چمن د يادې لارې ستونزه په اساسي ډول حل کړي ترڅو په راتلونکي کې هم خلک د دغه ډول ستونزو څخه خلاص شي.

نوموړي وويل پاکستان ته د افغانانو تګ يوه اړتيا ده او پاکستاني چاوراکي باید د افغانانو ستونزې درک کړي.

سيداحمد وويل: «زه د ارزګان ولايت څخه راغلی يم. ميرمن او خور مې راسره دي ځو پاکستان ته خو دلته چې راغلو لاره راباندې بنده شوه. دلته د خپلو خپلوانو سره شپې او ورځې تيروو نه پوهيږمه چې زموږ برخليک به څه وي غوښتنه کوو چې دغه ستونزه په اساسي ډول حل شي.»

د پولې پر هغه غاړه چمن کې هم ګڼ شمير کسان چې پاکستان هېواد ته د خپلو ستونزو د حل په هدف تللي وه په چمن کې بند پاتې دي او د نامعلوم برخليک سره مخ دي.

دا چې دغه لاره به کله خلاصيږي تازه طالبان چارواکو په دې څه نه دي ويلي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر رحمت الله نړیوال دوې ورځې مخکي اطلاعات روز ته وويل چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ د لارې خلاصولو په هدف يو شمير تجارات او سيمه ییزو مشرانو د مذاکراتو هڅې پیل کړې وی خو نتيجه يې نه ده ورکړې.

پر افغانستان د طالبانو د واکمن کيدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ لاره په بشپړه توګه تړل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه