اطلاعات روز: د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د دې ولايت په احمدابا ولسوالۍ اړوند سيمو کې د طالبانو له خوا د ځانګړو عملياتو پر مهال د داعش ډلې د غړیتوب په تور پنځه تنه نیول شوي دي.
د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزی چې اوس مهال له رسنيو سره د مالوماتو شريکولو مسووليت په غاړه لري، اطلاعات روز ته وويل چې دغه کسان تېره شپه (یکشنبه، ۱۸ د تلې) نیول شوي. هغه وایي، نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
د هغه په وينا د طالبانو نظامي او استخباراتي کسانو هڅه پيل کړې، تر څو د يادې ډلې نور غړي او همکاران هم ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د دې کسانو په نيولو سره د پکتيا ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي او وايي، که يې مخه ونه نیول شي، نو پکتيا کې به هم يو ځل بيا د نا امنیو ټغر وغوړيږي.
د يادونې ده، چې په روانه اونۍ کې د سويل ختيځ زون په خوست او پکتيا کې له داعش ډلې سره د اړيکو په تور شل کسان د طالبانو له خوا نيول شوي دي.
