خبریال: حبیب الله سراب
په سوېل ختیځ زون کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو سر ټکوي او وايي، هغه بهانه چې پخوا د خراب امنیت له امله کېده حل شوې، خو د پکتیا او پکتیکا ولایتونو په مرکزونو او لرې پرتو ولسوالیو کې لا هم د مخابراتي خدمتونو بهیر پیکه دی او کوم مثبت بدلون په کې نه دی راغلی.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، کمزوری انټرنیټ او د اړیکو پر مهال رامنځته کېدونکي خنډونه هغه څه دي، چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په خبره، د انټرنیټ بیې هم لوړې شوي، خو د پام وړ استفاده ترې نه شي کېدلی.
د مرکز ګردېز اوسیدونکی احمد الله احمدي وايي، دوی ته پخوا د امنیت خرابېدو بهانې کېدې، نو ځکه یې خدمات کمزوري و، خو د هغه په خبره، چې اوس همدا بهانه هم له منځه تللې، ولې بیا هم د مخابراتي شبکو ستونزې پر ځای پاتي او پر وړاندې کېدونکو خدمتونو کې یې مثبت تغیر نه دی راوستی. هغه زیاتوي، چې نوی حکومت او د دې برخې لپاره ټاکل شوي مسوولین باید له مخابراتي شرکتونو څارنه وکړي.
نوموړی وايي: «له نورو ولسوالیو به بیخي تېر شو، دلته په مرکز ګردېز کې د مخابراتو روان خدمات ټکني دي، مونږ له انټرنېت استفاده په سمه توګه نشو کولی او نه هم په وخت ورڅخه کار اخیستلی شو، ځکه هم په انټرنېت کې ستونزه وي او هم له خلکو سره د اړیکو نیولو پرمهال مشکلات موجود وي.»

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی سردار ولي منګل هم له همدې ستونزې سرټکوي، هغه وايي، پخوا یې په سیمه کې د امنیتي ستونزو له امله د شپې له خوا شبکې پرې کېدې، خو د هغه په وینا چې اوس طالبانو ورته اجازه ورکړې، تر څو ۲۴ ساعته فعالیت وکړي، نوموړي زیاته کړه، چې نه یوازې دا چې انټرنېت ضعیفه دی، بلکې د هغه په وینا خلک د عادي اړیکو نیولو پر مهال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.
منګل وویل: «زمونږ په څمکنیو ولسوالۍ کې د تېر نظام پرمهال د شپې له خوا انتونونه قطع کېدل، اوس نه پرې کیږي، خو د نوي حکومت په راتګ سره ستونزه دا ده، چې د د انټرنېت او اړیکو نیول خورا په ټیټ کیفیت وي او نه له انټرنېت مناسبه او په خپل وخت ګټه اخیستلی شو او نه هم د اړیکو نیولو پر مهال له مقابل لوري سره په خبرو پوهېدلی شو.»
د پکتیا په ګاونډ پکتیکا ولایت کې هم د مخابراتي خدمتونو ستونزه جدي ګڼل کیږي. د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، هغو سیمو کې چې د تېر نظام پر مهال طالبانو کوم محدودیتونه لګولي و، اوس له منځه وړل شوي، خو بیا هم په لرې پرتو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو انتونه له کوم دلیل پرته بند وي.
د ښرې ښار یو تن سوداګر وزیر شاه اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د دوی د کورنۍ ډیری غړي په عربي هیوادونو کې مساپر دي، خو د کمزوري انټرنېت له امله نه شي کولی، چې له هغوی سره اړیکه ونیسي، نوموړی په دې برخه کې د مخابراتي شرکتونو په ځینو مسوولینو د غلا تور هم لګوي او وايي، چې ځینې وخت د اړیکو له نیولو پرته له خلکو پیسې کټ کوي.
هغه وايي: «دلته په مرکز ښرنې ښار کې د ټولو شرکتونو فعالیت شته، ولې د خدماتو کیفیت یې له صفر سره برابر دی، کله یې شبکې قطع وي او کله هم انټرنېت کار نه کوي، پیسې چې ور اضافه کړو، له استفادې پرته یې خوري او مونږ ورڅخه ګټه نه شو پورته کولی، نو دغه یوه لویه ستونزه ده او هیله ده، چې د هواري لپاره یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.»

د پکتیکا ولایت د لرې پرتې تورې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي خان محمد چې مرکز ښرنې ته راغلی و، اطلاعات روز ته د خپلې سیمې د روان وضعیت کېسه وکړه، هغه د نورو ستونزو ترڅنګ له مخابراتي مشکلاتو هم پرده پورته کړه او وویل، چې په ولسوالۍ کې یې فقت لس سلنه خلک انټرنېټ ته لاسرسی لري او ځینې یې بیا له پاکستاني سمیکارتونو ګټه پورته کوي، نوموړی غوښتنه کوي، چې د مخابراتو شخصي شرکتونه دې په تروې ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړي، تر څو خلک له اوسنیو ستونزو وژغورل شي.
ښاغلي خان محمد وویل: «تروې له پاکستان سره په فرضي کرښه پرته ولسوالۍ ده، هلته ډیری خلک پاکستاني سیمکارتونه کاروي، ځکه افغانۍ شبکې او د مخابراتو خدمتونه هلته وجود نه لري، ځینې کم خلک له نورو طریقو انټرنېټ استفاده کوي، خو اکثره خلک انټرنېټ ته هم لاسرسی نه لري، نو اوس خو هلته د امنیت ستونزه هواره شوې، باید د مخابراتي انتونونه په نصب کولو جدي کار وشي.»
په همدې حال کې بیا د پکتیا او پکتیکا ولایتي مسوولین د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون خبره کوي او وايي، په ډیری هغو سیمو کې مخابراتي انتونونه فعال شوي، چې پخوا په کې هیڅ موجود هم نه و.
د پکتیا ولایت د اطلاعات او کلتور ریس خالقیار احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی په تېره یو میاشت کې هغه انتنونه بیرته فعال کړي، چې له دې وړاندې د ځینو محدودیتونو له امله تړل شوي و، هغه زیاته کړه، چې په ټوله پکتیا کې د «سلام» مخابراتي شبکې فعالیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
احمدزي په دې اړه وویل: «مونږ د پرمختګ په حال کې یو، په ځینو سیمو کې مو د مخابراتو سایټونه فعال کړي، چې له همدې جملې یې د پکتیا ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې و، نو په دې اړه له ولایتي او مرکزي ادارو سره ناستې روانې دي، تر څو په ټولو هغو سیمو کې چې اوس هلته ورته ضرورت دی، سایټونه فعال شي.»

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژي مسوولین وايي، په هغو سیمو کې د مخابراتي شبکو د فعالېدو هڅه روانه ده، چې په تېرو دوو لسیزو کې د ځینو ستونزو له امله یې په کې خدمات نه شوای وړاندې کولی.
د یاد ولایت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریس مولوی زاهد وویل، چې دوی د خلکو ستونزې درکوي او هڅه کوي، چې په لنډ وخت کې ورته رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ځینو ولسوالیو کې یې انټرنیټي خدمتونه هم چټک کړي او په خبره یې چې په کټواز، ارګون زونونو او ځینو نورو ولسوالیو کې د مخابراتو شخصي شرکتونو تازه انتونونه هم نصب کړي دي.
هغه وویل: «د پکتیکا په هغو ولسوالیو کې چې بیخي هلته د شبکو انتونونه او خدمات شتون نه درلود، نو مونږ هڅې شروع کړې، چې د مرکزي ادارې په همغږۍ په هماغه سیمو کې مخابراتي سیستم فعال شي او د خلکو ستونزو ته رسیده ګي وشي، نو مونږ په ځینو ولسوالیو له ارګون، کټواز زون او ځینو نورو سیمو کې انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړ کړی دی، د پاتې لپاره مو هم هڅې دوام لري.»
د پکتیا ولایت د ځدراڼ مېشتو په درې ولسوالیو، جانیخېلو، ځاځي اریوب او د پکتیکا ولایت په تروې، وړممۍ، وازېخوا، خیرکوټ، اومنه او خوشامند ولسوالیو کې خلک د مخابراتي خدمتونو له کمزوري فعالیت شکایت کوي او په دې ولسوالیو کې یې ځینې داسې هم شته، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې هلته هیڅ انتن وجود نه درلود، دا چې د مخابراتو په وړاندې امنیتي ګواښونه د پام وړ راکم شوي، نو وبه لیدل شي، چې د روان ناسم وضعیت په سمون کې تر کومه برېده هڅې ترسره کېدلی شي، راتلونکی به یې په ډاګه کړي.
