روغتیایي مرکزونه چې د جګړو سنګر په توګه کارېدل، خلک یې له چوپړونو بې‌برخې دي

اطلاعات روز: په جګړو کې د ويجاړ شویو روغتيايي مرکزونو له امله خلک له روغتيايي خدمتونو بې برخې شوي دي.  

د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې ۵۶ روغتيايي مرکزونه شته چې له ډلې یې په تېرو جګړو کې لسګونه ويجاړشوي او غيرفعال دي.

په دغه ولايت کې د نورو عامه خدمتونو ترڅنګ جګړو روغتيايي سيستم هم سخت زيانمن کړی دی او خلک يې له روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.

د تيرې شل کلنې جګړې پر وخت په ارزګان کې د ښوونځيو، روغتونونو او ګڼو عامه تاسيساتو څخه د جګړې د سنګر په توګه استفاده کيدله چې له امله يې دغه عامه تاسيسات زيانمن شوي دي.

د ارزګان د مرکز ترينکوټ «يک لينګي» سیمې کلینیک يو د هغو لسګونو کلینیکونو له ډلې شميرل کيږي چې په تيرو جګړو کې سخت ويجاړ شوی دی او روغتيايي خدمتونه په کې په ټپه ولاړ دي.

دغه روغتيايي مرکز له تيرو دريو کلونو راهیسې د جګړې لومړۍ کرښه وه. د روغتيا په برخه کې د فعاليت د نه ترسره کيدو ترڅنګ يې ټول وسايل چور شوي او ودانۍ يې په بشپړ ډول ويجاړه شوۍ ده.

د تيرې شل کلنې جګړې پر وخت په ارزګان کې د ښوونځيو، روغتونونو او ګڼو عامه تاسيساتو څخه د جګړې د سنګر په توګه استفاده کيدله چې له امله يې دغه عامه تاسيسات زيانمن شوي دي.

سيدولي چې د يک لينګي د سیمې اوسيدونکی دی، اطلاعات روز ته يې وويل چې په تيرو جګړو کې ياده سيمه څو ځله د حکومتي سرتيرو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه چې له امله يې ودانۍ په بشپړ ډول ويجاړه شوه.

دغه روغتون چې د مرکز ترينکوټ څخه لوېديځ طرف کې موقعیت لري، په کې د نسایي ولادي خدماتو ترڅنګ او پي ډي، ایکسرې، واکسین او د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي خدمات ترسره کېدل.

سيدولي وويل:: «دلته به موږ ناروغان راوستل هر ډول روغتيايي خدمتونه پکښي موجود وه خو کله چې دغه ځای د عسکرو او طالبانو ترمنځ د جنګ سنګر سو کله به د حکومت په لاس کې وه کله به د طالبانو ډيرې سپکي او درني وسلي هم پکښي کار شوي اوس يې هيڅ نه دي پاتې.»

د يادې سیمې يو اوسيدونکي عبدالقیوم وايي، په دغه کلینیک کې د شاوخوا کليو د لسګونه کسانو درملنه کيده او خلک روغتيايي خدمتونو ته په اسانۍ لاسرسی درلوده.

نوموړی له مسوولينو غوښتنه کوي چې په سيمه کې ويجاړ شوی روغتون بیاځلي ترميم او روغتيايي خدمتونه دي په کې پیل شي، ځکه په خبره يې چې د يک لينګي د روغتون د فعاليت په بنديدو سره د سیمې خلک خپل ناروغان د ترينکوټ ولايتي روغتون ته په سختنو حالاتو کې رسوي.

عبدالقيوم وايي: «دلته شاخوا د ډيرو کليو کليوال دغه روغتون ته راتلل او خپل درملنه به يې په کې کول کله چې دغه روغتون غيرفعال شوی موږ اوس د ښار روغتون ته خپل ناروغان انتقال کوو که شپه وي که ورځ وي پر دغه سختو لارو خپل ناروغان ترښاره رسوو.»

د يادې سیمې يو اوسيدونکي عبدالقیوم وايي، په دغه کلینیک کې د شاوخوا کليو د لسګونه کسانو درملنه کيده او خلک روغتيايي خدمتونو ته په اسانۍ لاسرسی درلوده.

د يک لينګي د ياد روغتون ترڅنګ په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې لسګونه نور روغتيايي مرکزونه هم غيرفعال شوي او د سیمې خلک يې له روغتيايي چوپړونو څخه بې برخې دي.

دا چې په تيرو جګړو کې څومره روغتيايي مرکزونه ويجاړ شوي او غيرفعال دي، دقيقه شميره يې معلومه نه ده.

روغتیایې مسوولین بیا ولسونو ته ډاډ ورکوي چي ډير ژر به هغه مرکزونه بیا ترمیم او خدمات پیل کړې، چې د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي او خدمات یې په ټپه درېدلي دي.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال مولوي فتح خان وایي، د یک لینګي د روغتون په ګډون د ټولو هغو روغتیایې مرکزونو بیا جوړېدو لپاره پلان تر لاس لاندې دی چې تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي دي.

مولوي فتح خان وايي هغه د هغو سيمو خلک چې اوس له روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې دي ژر تر ژره به يې په سيمه کې يو ځل بیا روغتيايي خدمتونه فعال شي.

مولوي فتح خان: «موږ د دغو خلکو له ستونزو څخه خبر يو ورغلو د يو شمير روغتونونو څخه مو ليدنه هم وکړل پلان لرو ترڅو هغه ټول روغتيايي مرکزونه چې په جګړو کې ويحاړ شوي دي بیا له سر ورغوو او خلکو ته د پخوا په څير عادي فعاليتونه پیل کړو.»

د ارزګان يو شمير اوسيدونکو تر دې مخکې د اطلاعات روز سره په خبرو کې ويلي وه چې په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې په ډير شمير روغتيايي مرکزونو کې روغتيايي کارکوونکي او د ناروغان درمل نشته.

خو د عامي روغتيا رياست مرستيال وايي په روغتونو کې به روغتيايي کارکوونکي په دندو وګمارل شي او ټولو روغتونو ته به درمل هم ورسول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه