اطلاعات روز: ارزګان کې هغه کسان چې په تېر حکومت کې يې دندي درلودی وايي يو شمير خلک چې په طالبانو کې واسطه ولري، له دوی سره خپل پخواني حسابونه بیا له سره پېلوي او د ځان په ګټه ناکامې قضیې بریالۍ کوي.
د تېر حکومت يو شمېر کسان په ځانکړي توګه هغه کسان چې په نظامي برخو کې یې دنده ترسره کوله اوس شکايت کوي چې طالبانو ته نږدي يو شمېر خلک چې له دوی سره يې پخوانۍ قضیې پاتې دي، هڅه کوي چې ورسره صحرايي محکمه وکړي.
صحرايي محکمه هیڅ رسمي ادرس نه دی او یوازي کلیو کې د واکمن کس یا ډلې لخوا د مجازاتو او مکافاتو اړخ لري.
د تېر حکومت ځیني مسوولین وايي داسي خلک هم د دوی پر وړاندي راپورته شوي دي چې په تير کې دوی د دندي پر محال د غېرقانوني کړنو له امله مجازات کړي دي خو وايي اوس دغه خلک د دوی د تير حکومت کړنې غیر قانوني ګڼي او غواړي چې د حق العبد په نوم ورڅخه پیسې واخلي.
دوی زیاتوي دغه ډول کسان په ډيرو سيمو کې د تير حکومت د کارکوونکو سره په صحرايي محکمو کې د خپلو قضيو د حل کولو هڅه کوي.
دوی له طالبانو غواړي چې د دغه ډول کسانو مخه ونيسي.
په اړه يې د ارزګان يو اوسيدونکي د نوم نه خپريدو په شرط وويل: «زموږ په کلي داسې ډیرې پېښې رامنځته شوي دي چې په تیر حکومت کې د دواړو طرفونو ترمنځ دوسیې یې حل شوي دي خو اوس یو طرف چې په اوسني حکومت کې واسطه لري بیایې دوسیې راژوندۍ کړي وي او څیړنه یې کوي.»
اطلاعات روز یو شمېر داسې کسان هم موندلي چي تېر دولت یې حقوقي قضیې ور حل کړي، خو دغه کسان وايي د طالبانو حاکمم نظام کې د ریښو لرلو په خاطر ځینې کسان د بایللو قضیو بیا را سپړنه د ځان د ګتي په پار کوي.
حيات الله د دغسې يوې قضیې عيني شاهد دی. هغه وايي: «زما د اکا لور یې یو کس ته ورکړې وه خو د هغه کس څخه په تیر حکومت کې طلاق اخیستي وه اوس بیا یې خاوند راپورته سوی دی وایي زما ښځه راکړئ تاسو په تیر حکومت کې په زور په ما طلاقه کړه.»
د خلکو دغه ستونزې مو د ارزګان د امنيه قومندان سره شریکې کړې.
امنیه قومندان ملاعبدالله بشیر اطلاعات روز ته وویل هیڅوک حق نه لري چې پر خپل سر د کوم بل چا څخه د خپل حق غوښتنه وکړي.
نوموړی وایي که په شخصي توګه د چا حساب د کوم چا سره پاتې وي باید عدلي او قضایي ارګانونو ته مراجعه وکړي.
نوموړي وویل: «هیڅوک حق نه لري چې د چا پر شخصي حریم تیری وکړي دلته عدلي او قضايي ارګانونه سته هر څوک که پر چا د حق ادعا لري رادې شي عدلي او قضایي ارګانونو ته دې شکایت کړي موږ د هر چا حق ور رسوو.» د ارزګان ترڅنګ په یو شمیر نور ولایتونو کې هم خلک له ورته ستونزې زورېږي.
