د طالبانو او قطر لوړپوړو چارواکو لیدنه؛ «قطر افغانستان سره همکاریو ته تیار دی»

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وایي، قطر ته د دوی لوړپوړي پلاوي د سفر په یوه څنډه کې د دې هېواد له ځینو لوړپوړو چارواکو سره کتلي او په یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

ذبیح‌الله مجاهد په یو لړ ټوېټونو کې د دې لیدنې په اړه لیکلي چې د طالبانو پلاوي د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره کتلي دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا: «په پيل کې ښاغلي محمد الثاني افغان پلاوي ته هرکلی ووايه او د دوستانه اړيکو، په افغانستان کې اقتصادي پروژو او په يو لړ نورو موضوعاتو یې خبرې وکړې.»

د طالبانو ویاند زیاتوي چې ښاغلي الثاني قطر ته د افغان پلاوي په ورتګ او له نړيوالوسره په لیدو یې خوښي څرګنده کړه، ډاډ يې ورکړ چې قطرهيواد له افغانستان سره همکاريو ته تیار دی.

ښاغلي مجاهد په دوام کې لیکلي چې د طالبانو د بهرنیو چاروسرپرست وزیر امیرخان متقي د قطرهیواد له همکارۍ مننه وکړه او په راتلونکي کې یې په لاښو اړیکو ټینګار وکړ.

قطر ته د طالبانو دې لوړپوړي پلاوي دوه ورځې وړاندې امریکایي لوري سره لیدنې لپاره سفر وکړ. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي، امریکایي پلاوي سره لیدنه کې د دوی پلاوي ویلي چې د طالبانو د حکومت کمزوري کول د «هیچا» په ګټه نه دي.

ښاغلي متقي په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې دا لیدنه د ده په مشرۍ د دوی او امریکایي پلاوي ترمنځ پرون (شنبه، ۱۷ د تلې) د قطر پلازمېنې دوحه کې شوې او دا خبرې اترې به نن هم دوام لري.

د هغه په وینا، دواړو خواوو هوکړه کړې، څو په هغه څه چې د دوحې په هوکړه‌لیک کې پرې خبرې اترې شوي، وساتي. دغه راز طالبانو امریکایي پلاوي ته ویلي چې امریکا دې د افغانستان حریم ته درناوی وکړي او باید د دې هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي.

په همدې حال کې هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت نړیوالو سره د اړیکو ښه والي غواړي.

دغه راز امیرخان متقي امریکایي پلاوي سره د طالبانو پلاوي لیدنه مهمه یاده کړې او ویلي یې دي چې لومړي ځل لپاره د دوی پلاوي په بشپړ صلاحیت نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د مسایلو حل لپاره خبرو ته دانګلي او په دې اړه پرېکړه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه