د قبايلو چارو وزارت سرپرست: پاکستان او نورو ګاونډيو سره ښې اړيکې غواړو

اطلاعات روز: د هيواد د قومونو، قبایلو او سرحداتو چارو وزارت چارسمبالي پکتيا ته په سفر کې ډاډ ورکړی، چې له پاکستان او نورو ګاونډيو هيوادونو سره به په تګ راتګ، سوداګرۍ او نورو برخو کې پيکه اړيکې بيرته رغوي.

د ياد وزارت وزارت سرپرست نورالله نوري په ننني (پنج‌شنبه، ۱۵ د تلې) سفر کې وويل، چې نوی حکومت پلان لري، تر څو د قبايلو قومونو په برخه کې پرتو ستونزو ته حل لارې ولټوي.

وزیر په دې سفر کې وویل، چې د لویې پکتیا اوسېدونکي ډیری وخت ګاونډي پاکستان ته په تګ، راتګ کې له ستونزو سره مخ کیږي، چې د هغه په خبره د دې مسلې حل لپاره به هم کوټلي ګامونه واخیستل شي.

نوموړي وویل: «مونږ نن په دې موخه پکتیا ته سفر درلود، چې دلته د قومونو ترمنځ راپورته شوې پخوانۍ ستونزې حل کړو او هم زمونږ وزارت په دې لټه کې ده، چې له ګاونډیو سره هم ښیې اړیکې ولرو او وکولی شو، چې په سوداګریزه او د افغان افغان مساپرو په تګ او راتګ کې اوسني مشکلات چې موجود دي دې ته هم حل لاره پیدا کړو، تر څو په راتلونکي کې بیا ستونزې پېښې نه شي.»

وزیر په دې سفر کې وویل، چې د لویې پکتیا اوسېدونکي ډیری وخت ګاونډي پاکستان ته په تګ، راتګ کې له ستونزو سره مخ کیږي، چې د هغه په خبره د دې مسلې حل لپاره به هم کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د پکتیا ولایت ډڼدپټان له پاکستان سره په فرضي کرښه پرته هغه ولسوالۍ ده، چې یاد هیواد ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد تر څنګ هره ورځ سلګونه افغان مساپر هم تګ، راتګ کوي، خو ځینې وخت د پاکستاني پوځیانو له خوا ځورول کیږي، وزیر پکتیا ته په سفر کې د دې ستونزې هواري خبره وکړه او وویل، چې دوی به له مقابل لوري سره په یوې داسې تګلاره هوکړه وکړي، چې د پټان په لاره کې د بیا ځل لپاره خنډونه ایجاد نه شي.

هغه وايي: «ستونزې په پټان کې هم شته، مونږ هلته له پاکستان سره ګډه پوله لرو، ولې د سوداګرو او نورو افغانانو چې پاکستان ته ناروغان او د نورو اړتیاوو لپاره اوړي، نو هلته مو هم د افغانانو مشکلات درک کړي او کوښښ به کوو، چې په پټان کې هم یو داسې هوکړې ته ورسیږو، چې په دې لاره تګ نور اسانه شي.»

په همدې حال کې بیا د دې ولایت ځینو قومي مشرانو له راغلي چارسمبالي سره په ګډه ناسته کې غوښتنه وکړه، چې په پکتیا کې د قومونو ترمنځ ستونزو حل ته هم جدي پام وکړي، قومي مشر لایق منګل وویل، چې په لرې پرتو ولسوالیو کې ځینې داسې قومي شخړې لاهم پر ځای پرتې دي، چې حل یې د تېر حکومت له توان پورته و.

هغه وايي، که نوی حکومت او د قومونو، قبایلو او سرحداتو چارو وزارت مسوولین قومي ستونزو ته د جرګو او مرکو له لارې دایمي حل لاره ولټوي.

منګل وویل: «دلته په پکتیا کې ډېرې داسې قومي ستونزې او شخړې لاهم بې حله پاتې شوې، چې کلونه کلونه مخنیه لري او اوس هم ځینې وخت د هماغه ستونزو له امله شخړې رامنځته کیږي، تېر حکومت هڅه وکړه، خو د فساد او نورو مسایلو له امله په دې ونه توانېدل چې، حل یې کړي، نو اوس د خلکو تمه نوي حکومت ته ده، چې دوی ورته یوه دایمي حل لاره وګوري.»

پکتیا چې د جرګو او مرکو کور بلل کېږي او ډېری مسایل پکې د قومي پرېکړو له مخې حل کېږي مشران وايي، چې باید نوی حکومت قومي مشرانو ته زیاته پاملرنه وکړي، چې د هېواد په ابادۍ کې رغنده رول لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه