اطلاعات روز: خوست ولایت کې په یوې دینې مدرسه کې لاسي بم چاودنې یو طالب وژلی او د مدرسې طالبانو په ګډون ۱۴ نور طالبان ټپیان شوي دي.
پرون شپه (چهارشنبه، ۱۴ د تلې) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د خوست ښار اړوند «ډيري» ساحې اړوند په يوې ديني مدرسه کې يو وسله وال طالب ته لاسي بم ور چاودلی او یاده مرګژوبله یې اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي هم پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، چې دا چاودنه د يو نظامي کس د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړې، چې د لاسي بم له امله په ياده چاودنه کې يو تن وژل شوی او ګڼ نور په کې ټپيان دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې په ورته مهال په ياده مدرسه کې طالبان د انجمن په مراسمو بوخت و.
