طالبان دې د اوربند او سولې په اړه د ملت غوښتنه ومني

د پکتیا اوسېدونکي:

د پکتيا ولايت قومي مشران، ښځې او ځوانان وايي چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې دې واقعي او جدي هلې ځلې وشي او د خلکو غوښتنو ته دې درناوی شي.

دوی دا خبرې د قومونو، سرحدونو او قبايلو وزارت لخوا ګردېز کې د امن په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې او نيوکه يې وکړه چې د وسله والو طالبانو مشرتابه د دوی لخوا ولس ته د درناوي د ادعاګانو سربېره د اوربند او سولې په اړه د خلکو هېڅ غوښتنه په نظر کې نه ده نيولې.

قومي مشر حاجي نعمت الله وايي، چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ لا هم د سولې په چارو کې ناوړه لاسوهنه کوي، چې بايد مخنيوی يې وشي.

نوموړي زياته کړه چې د دولت د سولې پر مذاکراتي پلاوي دې بياکتنه او د مخورو، بانفوذه او پوه کسانو څخه دې تشکيل شي.

هغه وايي: «اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده او بايد ومنل شي، که اوربند وشي سوله حتمي ده؛ افغانان له خارجي لاسونو لرې په خپل منځ کې يوې ښې نتيجې ته سره رسيږي.»

د پکتيا پوهنتون استاده ډاکټر نازدانه پکتياوال وايي چې دولت بايد دې په اداروکې د فساد مخه ونيسي، اصلاحات دې راولي او په کور د ننه دې د سولې اړوند يوه غږ او نظر پر رامنځته کولو دې لا زيات کار وکړي.

پکتياوال وويل: «په جنګ کې هر څه تباه کيږي، خو ښځو ډېره قرباني ورکړې، وروڼه، زامن، پلرونه، ورېرونه او نور يې له لاسه ورکړي او لا هم دا بدبخته لړۍ روانه ده. جګړه دومره مرداره ده چې تعليمي او تحصيلي ادارې هم ترې په امن ندي. بايد سولې ته له اصلاحاتو، د نظر له اجماع او هرې لارې کار وشي.»

د پکتيا د ديني عالمانو د شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وويل ټولو ته ښکاره ده چې په هېواد کې روانه جګړه د اسلام له نظره مردوده ده او عاملين يې په شعوري يا غير شعوري ډول د پرديو د حرامو ګټو لپاره تاوتريخوالی کوي.

حقبيان وايي: «هر مفتي ته که په داخل کې دی که په خارج کې؛ بلخصوص د پاکستان د ای اس ای جاسوس دې موږ ته دا فتوا نه راکوي چې د افغانستان مکتب وران کړه، پوهنتون يې والوځوه، ځوان يې شهيد کړه او عالم يې له منځه يوسه، نور له دې مردودو فتواوو ستړي يو.»

مدني فعال جاوېد اختر وويل چې افغان سياسيون او د وسله والو طالبانو رښتيني افغان مشران دې د هېواد حساس حالت، د خلکو بېوزلي او ستونزې په نظر کې ونیسي او د نورو ټولو مسايلو په څنګ ته کولو دې سولې ته کار وکړي.

اختر زياته کړه: «نن چې کوم فرصت دی، دا طلايي چانس دی. په دې ملک کې ۴۲ کاله جګړه شوې، که خدای نکړه دا چانس مو له لاسه ووزي، ۴۲ کاله نور به زوی پلار او پلار زوی له لاسه ورکوي. خدای خبر چې بيا به د داسې دولت او نظام خاوندان شو. سولې ته بايد ټول په پوره جديت کار وکړي.»

د هېواد له بېلابېلو سيمو او اقشارو د اوربند او سولې په اړه د خلکو له ګڼو غوښتنو سربېره لا هم وسله والو طالبانو د خلکو دې غوښتنې ته نه يوازې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې جګړه نوره هم زياته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه